فراه ولایت کې د یوریا سپرې کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۹:۵۳
فراه ولایت کې د یوریا سپرې کمپاین پیل شو

د فراه په ولایت کې د یوریا سپرې کمپاین پیل شو. یاد پروګرام د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست د پلان پر اساس، د دې ولایت د کرنې،ابولګولو او مالداری ریاست د بوټو ساتنې مسلکي کارکوونکي له خوا بڼوالو ته د یوریا سپرې د سم استعمال عملي روزنه او د آفتونو او نباتي ناروغیو د میخانیکي مبارزې طریقې ورښيي، څو د دوی تخنیکي وړتیا د آفتونو د پېژندلو او کنټرول په برخه کې لوړه شي.
ټاکل شوې، چې یاد کمپاین به د دي ولایت مرکز، اناردره، شیب کوه او پشت کوه په ولسوالیو کې پلي شي او سلګونه بڼوال به د مسلکي زده کړو څخه ګټه ترلاسه کړي. همدارنګه، د کمپاین په ترڅ کې زرګونه مېوه لرونکي ونې د وقایوي تدابیرو لاندې راوستل کېږي، څو له آفتونو او بېلابېلو نباتي ناروغیو  خوندي پاته شي.
د یاد کمپاین اساسي موخې د بڼوالو وړتیاوې لوړول، د آفتونو او ناروغیو له امله د زیانونو کمول، د بڼونو ساتنه او د حاصلاتو زیاتوالی دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت