شیخ زاید پوهنتون کې د جلغوزې او چهارمغزو څېړنیز قوریه جوړیږي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱ - ۱۵:۱۷
شیخ زاید پوهنتون کې د جلغوزې او چهارمغزو څېړنیز قوریه جوړیږي

۱ مرغومی ۱۳۹۸
د خوست د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیا احیا په پار ددې ولایت د شیخ زاید په پوهنتون کې د جلغوزې او چهارمغزو څېړنیز قوریه جوړیږي.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاده پروژه ددې پوهنتون د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو لپاره یو ستر او اړین ګام دی، ترڅو وتوانیږي، چې په خوست ولایت کې د جلغوزې او چهارمغزو په اړه څېړنې وکړي او په راتلونکې کې د خوست د ځنګلونو د بیاروغونې په پار د علمي تحقیق پر بنسټ مناسب میټودونه وړاندې کړي.
د شیخ زاید په پوهنتون کې جوړېدونکی قوریه د شاوخوا شپږ زره نیالګیو د تولید وړتیا لري. په دې قوریه کې د پوهنتون زده کړیالان د جلغوزې او چهارمغزو پر نیالګیو څېړنه کوي او دا په ډاګه کوي، چې له کومو لارو د یادو ونو ښه نیالګي تولید او د ځنګلونو د بیا احیا په پار یې وکاروي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۳
Background image

د غزني خوګیانو ولسوالی کې پر یوشمېر کروندګرو او بڼوالو کرنیز توکي ووېشل شول

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «ټي‌ال‌او» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د خوګیانو په ولسوالی کې پر یوشمېر کروندګرو او بڼوالو ۱۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۱
Background image

د لغمان د کرنې رییس د اکشن اېډ مؤسسې د ختیځ زون مسؤل سره وکتل

۱۳ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سلیمان ایمن د خپل کار په دفتر کې د اکشن اېډ مؤسسې د ختیځ زون له مسؤل ادم خان نیازی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

د لغمان د کرنې ریاست او مستوفیت ترمنځ د عوایدو د زیاتوالي په موخه  ناسته وشوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سلیمان ایمن دخپل کار په دفتر کې د مستوفیت د غیرمالیاتي عوایدو له مسؤلینو سره د چارو د. . .

بازگشت