شیخ زاید پوهنتون کې د جلغوزې او چهارمغزو څېړنیز قوریه جوړیږي
۱ مرغومی ۱۳۹۸
د خوست د جلغوزې او چهارمغزو د ځنګلونو د بیا احیا په پار ددې ولایت د شیخ زاید په پوهنتون کې د جلغوزې او چهارمغزو څېړنیز قوریه جوړیږي.
د خوست دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې یاده پروژه ددې پوهنتون د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو لپاره یو ستر او اړین ګام دی، ترڅو وتوانیږي، چې په خوست ولایت کې د جلغوزې او چهارمغزو په اړه څېړنې وکړي او په راتلونکې کې د خوست د ځنګلونو د بیاروغونې په پار د علمي تحقیق پر بنسټ مناسب میټودونه وړاندې کړي.
د شیخ زاید په پوهنتون کې جوړېدونکی قوریه د شاوخوا شپږ زره نیالګیو د تولید وړتیا لري. په دې قوریه کې د پوهنتون زده کړیالان د جلغوزې او چهارمغزو پر نیالګیو څېړنه کوي او دا په ډاګه کوي، چې له کومو لارو د یادو ونو ښه نیالګي تولید او د ځنګلونو د بیا احیا په پار یې وکاروي.