سږکال د غنمو ۱۳۰۰ ننداریزې قطعې جوړ شوي دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۵:۳۱
سږکال د غنمو ۱۳۰۰ ننداریزې قطعې جوړ شوي دي


۳۰ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د روان مالي کال په ترڅ کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د غنمو یوزر او ۳۰۰ ننداریزې قطعې جوړ کړي دي. دغه ننداریزې قطعې هر یوه یې په یوه جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده.
دغه راز سږکال د بغلان، بلخ، هرات، کونړ، کندز، لغمان، ننګرهار او تخار په ولایتونو کې د شولې ۸۲۰ ننداریزې قطعې هم جوړې شوي دي. د شولې دغه ننداریزې قطعې هر یوه یې په یوه جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده.
په ورته وخت کې سږکال د کابل، کاپیسا، پروان، پنجشېر، لوګر، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار، بدخشان، هرات، بامیان، دایکندي، ننګرهار، کونړ او لغمان په ولایتونو کې د سویابینو ۳۰۰ ننداریزې قطعې هم جوړ شوي دي.
دغه ننداریزې قطعې د غنمو، شولو اوسویابینو د عصري کرکېلي د دودولو په پار جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

کونړ کې د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په سالار‌باغ څېړنیز فارم کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‎اې‌او» په همکارۍ د دوبني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۹:۱۳
Background image

د کرنې وزارت تخنیکي پلاوي په کابل کې د وزارت د پروژو د پلي کېدو له بهیر څخه څارنه وکړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي ټیم پلاوي، چې مشري یې د کرنیزو زېربناوو رئیس محمد عیسی کارګر کوله، د کابل ولایت په اړوندو سیمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

بازگشت