زابل کې د څارویو د خوندیتوب په پار د واکسینو کمپاین پیل شو

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۵:۳۹
زابل کې د څارویو د خوندیتوب په پار د واکسینو کمپاین پیل شو


۲۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د زابل کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په رهبرۍ او د اقتصاد ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي همکارۍ ددې ولایت پر زرګونو څارویو د طاعون، خولې او برسلوز د مخنیوي په پار د واکسینو کمپاین پیل شو.
د زابل دکرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې کمپاین په ترڅ کې پر څارویو ۲۴ زره د بروسلوز«حیواني محرقې»، ۱۶ زره د خولې او پښو ناروغیو د مخنیوي واکسینونه پلي کېږي.
 یاد کمپاین د څارویو د وژونکو ناروغیو د مخنیوي لپاره پلان شوی، چې موخه یې د طاعون، بروسلوز، خولې او پښو ناروغیو د کچې راټیټول، د څارویو روغتیا خوندي کول، او د مالدارانو اقتصادي زیانونو کمول دي. د دې واکسینونو له تطبیق سره به د څارویو شېدو او غوښې تولید نورمال پاتې شي، او د ناروغیو د خپرېدو مخنیوی به پر وخت ترسره شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۷:۳۳
Background image

د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د شولو ۴۰۰ ننداریزې کروندې جوړې او پلې شوې

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو ترویجي چارو لوی ریاست د غلو دانو او صنعتي نباتاتو د پراختیا ریاست، د ۱۴۰۵ کال د پراختیايي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوي رییس د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او غړو سره وکتل

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ننګرهار وادي کرنیز  شرکت اجرائیوي رییس، سید محمد نعیم محمدي، تېره ورځ په خپل دفتر کې د ستروسو د کرنیزو شرکتونو د اتحادیې له رییس او یو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۲
Background image

د نورستان مرکز پارون کې د وترنرۍ کلینیک پرانیستل شو

٢٠ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٧ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د (DRC) مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي کې د. . .

بازگشت