روزګان کې د نشه‌یي توکو د کښت د مخنیوي په اړه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان د عامه پوهاوي ولسي غونډه ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۱۰:۴۷
روزګان کې د نشه‌یي توکو د کښت د مخنیوي په اړه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان د عامه پوهاوي ولسي غونډه ترسره شوه

۲۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت په مرکز کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د نشه‌یي توکو د کښت د مخنیوي په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌الحدیث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه‌الله د ۳۱مې ګڼې فرمان د عامه پوهاوي په موخه یوه لویه ولسي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د روزګان ولایت د بېلابېلو ادارو مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او سلګونو عامو اوسېدونکو ګډون کړی و. د غونډې اساسي موخه د نشه‌یي توکو د کښت د منع کېدو په اړه د یاد فرمان د حکمونو تشریح او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو پوهاوی لوړول وو.
د غونډې ویناوالو د نشه‌یي توکو د کښت او استعمال ناوړه پایلو ته په اشارې، د ټولنې د روغتیا، اقتصادي ودې او ټولنیز ثبات لپاره د نشه‌یي توکو د مخنیوي پر اهمیت خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل، چې د یاد فرمان په پلي کېدو کې له اړوندو مسوولینو سره همکاري وکړي.
همداراز، مسوولینو ژمنه وکړه، چې د نشه‌یي توکو د کښت د مخنیوي ترڅنګ به د کروندګرو د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي په موخه د بدیلو کرنیزو محصولاتو د ترویج او پراختیا لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي، څو بزګران وکولای شي د نشه‌یي توکو پر ځای حلال او ګټور کرنیز محصولات وکري او له دې لارې خپل اقتصادي وضعیت پیاوړی کړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه د نشه‌یي توکو د کښت د مخنیوي او د بدیلو کرنیزو محصولاتو د ترویج لپاره هڅې کوي. دغه وزارت د عامه پوهاوي غونډو، کرنیزو روزنیزو پروګرامونو او د بدیلو کرنیزو محصولاتو د پراختیا له لارې هڅه کوي، چې بزګران د نشه‌یي توکو پر ځای د ګټورو او مشروع کرنیزو محصولاتو کرکېلې ته وهڅوي او د هېواد په کرنیز اقتصاد کې مثبت بدلون رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۱۲:۳۰
Background image

خوست کې بزګرانو ته د غنمو د کتاري کرنې او مالدارانو ته د څړځایونو د سم مدیریت په اړه روزنیز پروګرامونه ترسره شول

۲۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج او د قدرتي سرچینو د دوامدارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۱۲:۲۹
Background image

هرات کې د زعفرانو د ګلونو جشنواره د دغه ارزښتناک محصول د پېژندنې او پراختیا په موخه ترسره شوه

۲۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د زعفرانو د ګلونو جشنواره د هرات ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د دغه ولایت د مقام د استازو، د امارتي ادارو د چارواکو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۸ - ۱۲:۲۶
Background image

هلمند کې د حیواني او کرنیزو درملو د کیفیت او قدرتي ځنګلونو د ساتنې په موخه څارنې ترسره شوې

۲۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو او حیواني درملو د کیفیت ډاډمنتیا او د قدرتي سرچینو د ساتنې په موخه د دغه ولایت په. . .

بازگشت