راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې په پار تورخم کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې استازي سره غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۵:۵
راستنېدونکو وضعیت ته د رسېدنې په پار تورخم کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې استازي سره غونډه دائره شوه

۱۵ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
له پاکستان څخه د اجباري ایستل شویو راستنېدونکو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې کمیسیون پلاوي غړی او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي په داسې حال کې، چې د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند یې ملتیا کوله په تور خم کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړي استازي سره د لیدنې پر مهال، له پاکستان څخه اجباري راستنېدونکو کډوالو لپاره د چوپړتیاوو وړاندې کولو پر پراختیا او د لړۍ پر چټکتیا خبرې وکړې.
د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند او د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي  په تورخم کې له پاکستان څخه د بېرته راستنو شويو هېوادوالو موقتي کمپ کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړي مرستيال استازي ډينل اندريس او همکارانو سره يې د بېرته راستنو شويو کورنيو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو تر سره کولو په موخه خبرې وکړې او له دوی څخه یې وغښتل، چې راستنېدونکو کډوالو سره هر اړخیزې مرستې او همکارۍ ووشی.
په دې غونډه کې د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند د ملګرو ملتونو ادارو څخه مننه وکړه، چې د نورو مرستو ترڅنګ بېرته راستنو شويو افغانانو سره مرسته او همکاري کوي .
نوموړي په تورخم کې د موقتي کمپ پر جوړښت او خدماتو معلومات وړاندې کړل او غوښتنه يې وکړه ترڅو بېرته راستنو شويو کورنيو سره د بېړنيو مرستو ترڅنګ اوږدمهاله مرستې تر سره او د کډوالو نړیوالې ادارې یا «آی او ايم» له لورې نغدي مرسته زياته او کارونه په چټکۍ تر سره شي.
د ننګرهار والي وويل، چې تر دې دمه ۱۷ زره کورنۍ ثبت شوي، چې ډيری يې خپلو ولايتونو ته لېږل شوي دي او وړانديز يې وکړ چې ټولو بېرته راستنو شويو کورنيو سره په خپلو ولايتونو کې د سرپناه، پاکو اوبو، ښوونځيو، کلينيکونو او نورو برخو کې ورته مهمې پروژې پلې کړي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي وويل، چې په موقتي کمپ کې ۱۲ خدماتي کمېټې په خدمت بوختي دي او دلته يې په لنډ مهال کې د لومړنيو او بېړنيو اړتياو په پوره کولو کې د همکارۍ غوښتنې وکړې.
ښاغلی فضلي د موقتي کمپ په اساسي ډول جوړولو او تنظيمولو، په ولايتونو کې د لنډ مهاله کمپونو په جوړولو او په بېرته راستنو شويو کډوالو ته په خپلو اصلي سيمو کې په بېلابېلو برخو کې د خدماتو وړاندې کولو غوښتنې وکړې.
دغه راز په دې غونډه کې د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو مرستيال مولوي محمد نظامي د کمپ په شاوخوا کې پر امنيتي تدابيرو معلومات وړاندې کړل همدا راز يې د کمپ سیمې خونديتوب په موخه د احاطې په ډول د اغزن تار تاوولو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا مرستيال ځانګړي استازي د ننګرهار والي، د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال  او د ا.ا له ټولو مسئولينو څخه مننه وکړه، چې د بېرته راستنو شويو کډوالو لويه څپه يې په ښه ډول مديريت کړه.
نوموړي له ننګرهار والي څخه مننه وکړه، چې حقيقي معلومات يې وړاندې کړل او ډاډ يې ورکړ، چې ملګري ملتونه په دې سخت حالت کې افغانانو سره ولاړ دي او اوږه په اوږه به ورسره کار وکړي.
ډينل اندريس وويل، چې دوی به په لنډ مهاله او اوږدمهاله برخه کې د خوړو، نغدو افغانيو وېش، سرپناه، کاري بوختياو، روغتيا، سرپناه، پاکو اوبو او نورو اړينو برخو کې مرستې وکړي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د «یو،ان،سي،ټي،اې،ډي» مؤسسې د مرکزي آسيا او افغانستان څانګې مشر رضا محمدي د ا.ا د اقتصادي، سياسي او اپراختیایي پرمختګ ستاينه وکړه همدا راز يې ډاډ ورکړ، چې دوی به بېرته راستنو شويو کورنيو په ځانګړي ډول کاروباري خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.
په ورته وخت کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې یا «آی او ايم» مسئول نصرت د خپلو خدماتو لا ښه کولو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې د ۸۵ نويو کسانو په ګمارلو سره به د ثبت پروسه چټکه کړي.
 دغه راز د ملګرو ملتونو د خړو دنړیوالې ادارې مسئولينو هم د خوراکي توکو په وېش او زياتولو کې د همکارۍ ډاډ وښوده.
د يادې ليدنې پر مهال د استخباراتو ریيس مولوي محمد ادريس براء، د عشر او زکات عمومي رییس مولوي شمس الله محمد، د ننګرهار د کرنې ریيس مولوي عبدالستار محمد، د ولايت وياند قاري قاضي ملا عادل او نورو مسئولينو حضور درلود.
وروسته له هغه چې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د اجباري شړلو د بشري قوانينو خلاف پرېکړه وکړه، هره ورځ د تورخم او کندهار له سپين بولدک بندر څخه زرګونه کسان افغانستان ته داخلېږي.
په همدې موخه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوی په لارښوونه له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د امارت له څو ادارو څخه یو کمیسیون جوړ شوی دی، ترڅو له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۱:۵
Background image

خوست کې د لرګیو د ضبط او قاچاق د مخنیوي څارنه

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لرګیو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د ځنګلونو د حفاظت او د بیا احیا کولو  په پار د هڅو دوام

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځنګلونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۴۲
Background image

د باغ داود سيمې د کورونو د سروې چارې پیل شوې

۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ادارې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست مسوولينو او کارکوونکو لخوا د کابل ولايت په پنځمه حوزه او. . .

بازگشت