د UNDP استازې او د سولې بنسټ دفتر چارواکو سره دکرنې وزير کتنه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۲۰:۴
د  UNDP استازې او د سولې بنسټ دفتر چارواکو سره دکرنې وزير کتنه

۴ زمری ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي د ملګروملتونو پراختيايي ادارې (UNDP) استازې ناهيد سرابي او د سولې بنسټ د دفتر (Roots of Peace) چارواکو سره د شپږو کوچنيو پروژو پر جزئیاتو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې، چې پر ټولنه ولاړ د کليوالي کرنې پراختيا او نړيوالو بازارونوته د لاس رسي پروژې(CBARD-AIM)  رييس جان هايډو او د سولې بنسټ د برنامو مسوول حميدانصاري او همکاران يې حضور درلود، دوی د شپږو کوچنيو (کرنټ) پروژو سندونه د پروژو پر جزئیاتو د خبرو په پار دکرنې وزير ته وړاندې کړل.
ټاکل شوې، چې د يادو پروژو په اډانه کې د دوه زره او ۳۲۷مټريک ټنه سبو او مېوو په وړتيا سره شپږ سړې خونې جوړ شي. دا سړې خونې د کابل، فراه، هرات، بادغیس او ننگرهار په ولايتونو کې د سولې بنسټ دفتر له خوا، پر ټولنه ولاړ د کليوالي کرنې پراختيا او نړيوالو بازارونوته د لاس رسي پروژې(CBARD-AIM) له لارې جوړېږي.
ددغو سړوخونو د جوړولو لګښت د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې  (UNDP) په همکارۍ د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د نړيوال قانون د پلي کېدو او مخدره توکو سره د مبارزې دفتر(INL) له خوا تمولېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د ننګرهار کوزکونړ کې یوشمېر نیالګیو روزونکو سره  د اړینو توکو او موادو مرسته وشوه

۲۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نیالګیو د معیاري تولید، د شنو سیمو د پراختیا او د بڼوالۍ د ودې په موخه، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

بازگشت