د ADF له لارې د اسلامي پراختيايي بانک د کوچنيو پورونو د ورکړې ارزونه
۲۳ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال شېرشاه اميري، دکرنې د پراختيا صندوق (ADF)، رييس ډاکټر ايمل آرمان د امريکا نړيوال پراختيايي ادارې (USAID) دکرنې دفتر رييس جوزف لِزارد او د اسلامي پراختيايي بانک (IsDB) د استازو په ګډون د اسلامي پراختيايي بانک له خوا بزګرانو ته د کوچنيو پورونو د ورکړې په هکله غونډه په لاره واچول شوه.
دکرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستيال شېرشاه اميري په دې غونډه کې وويل، چې ياد وزارت ددې پروژې د پلي کېدو په پار هر اړخيزې هلې ځلې کوي.
دغه راز د امريکا نړيوال پراختيايي ادارې د کرنې دفتر چارواکو وويل، چې دا اداره د يادې پروژې د پلي کېدو په پار د تخنيکي همکاريو زمينه برابروي.
بزګرانو ته د کوچنيو پورونو د ورکړې پروژه، لس ميليونه امريکايي ډالر لګښت لري، چې د اسلامي پراختيايي بانک له خوا تمويل او دکرنې د پراختيا صندوق له خوا پلی کېږي. ټاکل شوې، چې له يادو پيسو په ټول هېواد کې يوشمېر بزګران او کرنيز سوداګر برخمن شي.
اسلامي پراختيايي بانک دکرنې وزارت او د کرنې پراختيا صندوق څخه غوښتنه وکړه، چې د ماليې وزارت له لارې دې خپل رسمي غوښتنليک ياد بانک ته وړاندې کړي، ترڅو د پروژې اجرايي پړاو پيل شي. د ټاکل شوی پلان له مخې ددې پروژې د پلي کېدو چارې د ۲۰۲۲ام کال په سپټامبر کې پيلېږي.