د کونړ ولایت مشرانو په دې ولایت کې د ځنګلونو ساتنې او خوندیتوب په پار خپل چمتووالی اعلان کړل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۹:۲۸
د کونړ ولایت مشرانو په دې ولایت کې د ځنګلونو ساتنې او خوندیتوب په پار خپل چمتووالی اعلان کړل

د کونړ ولایت یوشمېر قومي مشرانو او مخورو دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مولوی باز محمدفیضان سره په کتنه کې په دې ولایت کې د ځنګلونو ساتنې او خوندیتوب په پار خپل چمتووالی  او اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړل.
په دې لیدنه کې د کونړ ولایت د غازي آباد، مانوګۍ، څوګۍ، وټه پور، دانګام او چپه درې قومي مشرانو او یوشمېر اوسیدونکو ګډون درلود. دوی د لرګویو مافیا او پردي لاسونه د ځنګلونو د قاچاق او پرې کېدو اصلي لاملونه وبلل او د ځنګلونو د پرې کېدو پرمخنیوی یې ټینګار وکړ.
د کونړ ولایت اوسیدونکو د کونړ ولایت د ځنګلونو د خوندیتوب په پار ځآنګړې وړاندیزونه مطرح کړل. دوی وویل، چې د ځنګلونو کمېدل دوی ته تاوان رسوي.
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د هېواد شتمنیو خوندیتوب ته ژمن دی. ښآغلی فیضان وویل، چې د اسلامي امارت له خوا د ځنګلونو ساتنې په پآر شنه قطعه جوړه شوې ده او دغه راز د امارت له واکمنېدو سره هیچ چاته د ځنګلونو د پرېکېدو او خرڅولو اجازه نه ورکول کېږي.

بزرگان ولایت کنر آمادگی شان را برای حفاظت از جنگلات اعلان داشتند
شماری  از باشنده‌گان ولایت کنر در دیداری با مولوی بازمحمدفیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت حمایت شان را از فعالیت‌های امارت اسلامی در راستای جلوگیری از قطع جنگلات و قاچاق چوب اعلان داشتند.
این باشنده گان که از ولسولی‌های غازی‌آباد، مانوگی، ثوکی، وته‌پور، دانگام و چپه‌دره می‌باشند مافیای چوب و دست‌های بیرونی را سبب اصلی قطع جنگلات و قاچاق چوب عنوان نموده تاکید بیشتر به حفاظت از جنگلات نمودند.
باشنده گان ولایت کنر پیشنهادات مشخص را جهت حفاظت بیشتر از جنگلات کنر مطرح نموده گفتند که کم شدن جنگلات خسارات زیادی به آن‌ها وارد می‌کند.
معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت به باشنده‌گان کنر اطمینان داد که امارت اسلامی در حفاظت از سرمایه‌های وطن متعهد می‌باشد. آقای فیضان گفت که امارت اسلامی قطعه سبز را برای حفاظت از جنگلات ایجاد نموده و نیز از وقت پیروزی امارت به هیچ کسی اجازه داده نشده که جنگل را قطع و یا فروش برساند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۳
Background image

کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د خوست نادرشاه کوټ کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت