د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د سبو کرنیزې څېړنې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۴:۴
د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د سبو کرنیزې څېړنې پیل شوې

۳ وری ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو د یاد فارم په یوه جریب ځمکه کې د سبو کرنیزې څېړنې پیل کړې،چې دغو څېړنو په ترڅ کې به بېلابېل سابه تر علمي څېړنې لاندې ونیول شي.
یادې څېړنې د وري میاشتې په لومړیو کې پیل شوې، چې پکې مختلف ډوله سابه، له ډلې لس ډوله رومیان، پالک، بینډۍ، مرچ، ترهتیزک او یو شمېر نور سابه څېړل کېږي. دا څېړنې به د روان کال په وږي میاشت کې بشپړې شي.
د غو څېړنو پر مهال به د سبو د کرنې مهم عوامل؛ د قطارونو ترمنځ فاصله، د کرلو تخم اندازه، د سرې کارونه، د اوبو لګولو وختونه، د ناروغیو او آفتونو تشخیص، او د حاصلاتو کیفیت څېړل کېږي. د څېړنې په پایله کې به د تخمونو وزن معلوم او په ځانګړو کڅوړو کې ځای پر ځای شی، چې وروسته به د کرنې وزارت ته واستول شي. د کرنې وزارت مسؤلین به د دغو تخمونو پایله تحلیل کړي او د هېواد د نورو ولایتونو له حاصلخېزو تخمونو سره یې پرتله کړي..
باید وویل شي، چې د کندهار دکرنې ریاست د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي او فني مسؤلین تل هڅه کوي، چې د سبو، مېوو، تېلي او صنعتي نباتاتو بېلابېل ډولونه او ورایټۍ (نوعي) وڅېړي، ترڅو د بزګرانو لپاره ارزښتناک نباتات وپېژني او ترویج یې کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۳:۱۶
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې د نږدې ۴۰۰ لویو او کوچنیو څارویو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د ریګستان او سپین بولدک ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او امنیتي مسؤلینو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۱:۲۹
Background image

د کندهار دوو ولسوالۍ کې ۳۲۰ جریبه ځمکه په اجاره ورکړل شوه

۱۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اجارې او پانګونې مدیریت له لوري د کندهار په دامان ولسوالی کې ۲۴۰ جریبه او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۰:۴۷
Background image

د نورستان ولایت مرکز پارون کې د ژمني تېلو د جوړولو او شیندلو وقایوي پروګرام تطبیق شو

۱۹ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست د پلان او د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت د عملیاتي. . .

بازگشت