د کندهار په باغ‌پُل سیمه کې د ۱۹ کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو د انتقال مخه ونیول شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۵:۵۸
د کندهار په باغ‌پُل سیمه کې د ۱۹ کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو د انتقال مخه ونیول شوه

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې اړوند باغ‌پُل سیمه کې د ۱۹ کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو د انتقال مخه ونیوله.
د مسؤلینو په وینا، په نیول شویو توکو کې د کرنیزو نباتاتو بېلابېل ډوله درمل شامل وو، چې غوښتل کېدل په پټه او غیر قانوني توګه د هلمند بارمچي له لارې د ۵۸۰ ډوله موټر په وسیله کندهار ښار ته ولېږدول شي.
سرچینې زیاتوي، یاد درمل د قرنطین مسؤلینو د پر وخت هڅو او همغږۍ په پایله کې د باغ‌پُل په سیمه کې کشف او ضبط شول، او د قاچاق هڅه یې شنډه کړه.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم د همدې مسؤلینو له لوري له پاکستان څخه کندهار ته د ۱۵ کارټنه قاچاقي کرنیزو درملو د انتقال مخه نیول شوې وه.
د کرنې ریاست مسؤلین وایي، د غیر قانوني او بې کیفیته کرنیزو درملو د قاچاق پر وړاندې به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي، څو د بزګرانو، کرنیزو حاصلاتو او چاپېریال خوندیتوب یقیني شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز ماشین‌آلات ووېشل شول؛ د میکانیزه کرنې د پیاوړتیا په‌پار مهم ګام

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۱
Background image

کرنې وزارت کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه دایره شوه

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

بازگشت