د کندهار پنجوایې کې د ۳.۸ میلیونه افغانیو په لګښت یو استنادي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۹:۳۹
د کندهار پنجوایې کې د ۳.۸ میلیونه افغانیو په لګښت یو استنادي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۴ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په پراختیایې بودیجه، د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکارۍ د کندهار  پنجوایې ولسوالی د بدوان په سیمه کې د ۳.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو مهارولو په موخه یو استنادي دېوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کندهار دکرنې ریاست د مسؤلینو په وینا؛ یاد استنادي دېوال ۲۶۵ متره اوږدوالې، ۱.۵ متره پراخوالې او ۳ متره جګوالې لري، چې د شاوخوا دوو میاشتو په موده کې په اساسي او پایداره ډول جوړ شوی دی، د یاد دېوال د جوړېدو په ترڅ کې ۸ کسانو ته په فني او ۵۰ کسانو ته په غیرفني ډول د کار زمینه هم برابره شوې وه او ترڅنګ یې د کارونو د ښه ترسراوی په موخه د مؤثره ماشینري څخه هم ګټه واخیستل سوه. 
یاد جوړ شوی استنادي دېوال څخه موخه د ارغنداب ولسوالۍ د رود څخه د پنجوایې ولسوالی د بدوان ویالۍ ژغورل او ساتنه کول، د پنجوایې ولسوالۍ بزګرانو او مالدارانو ستونزه په اساسي او دوامداره توګه حلول او هغوی ته د اوبو اسانتیاوې برابرول دي.
په ورته مهال د پنجوایې  ولسوالی ځایې اوسېدونکي د کندهار د کرنې ریاست څخه زیات خوښ دي، چې د اوبو مهار کولو په موخه ورته اسانتیاوې برابرېږي، چې ورسره سم به د دوی ډېری ستونزې حل شي. 
د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې د کندهار د کرنې ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ او د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکاري په نېش، بولدک او شاولیکوټ ولسوالیو کې هم د لسګونه زره امریکایې ډالرو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو پنځه چکډېمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۴۹
Background image

بادغیس کې د پستې نږدې ۱۷۶ هکتاره بڼونه بیارغول شوي 

د بادغیس د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، په دې ولایت کې نږدې ۱۷۶ هکتاره ځمکه د پستې بڼونو ته ځانګړې شوې او بیا رغول شوې ده. 
د دوی په وینا، دغه بڼونه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۳۹
Background image

پکتیا کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۵
Background image

کندهار کې د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام«یو.ان.ډي.پي» په مالي ملاتړ، د څه باندې. . .

بازگشت