د کندهار میانشین ولسوالی کې د ۵۴ زره ډالرو په لګښت څه باندې ۲۲ زره د اوبو کندې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۶:۲۶
د کندهار میانشین ولسوالی کې د ۵۴ زره ډالرو په لګښت څه باندې ۲۲ زره د اوبو کندې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۶غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُوٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په ترڅ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» په مالي ملاتړ او د بشري خیریه مؤسسې«او،اچ،ډبلیو» په تخنیکي همکارۍ، د میانشین ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې د ۵۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت ۲۲ زره او ۲۷۵ د اوبو زېرمه کولو کندې جوړې او د ګټې اخیستنې په پار د سیمې خلکو ته وسپارل شوې.
د دغې پروژې د کیندنې چارې، چې ۴۰ ورځې یې دوام وکړ، لسګونو کسانو لپاره یې د کار زمینه هم برابره کړې وه، چې هر یو کارکوونکي ته یې د ۲۰۰ امریکایي ډالرو مزد ورکړل شو.
د اوبو یادې کندې به د باراني اوبو د زېرمه کولو، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د لوړولو او د کروندګرو او مالدارانو د اوبو ستونزو د حل لپاره ګټورې تمامې شي. دا پروژه نه یوازې د سیمې اقتصاد ته مثبته اغېزه لري، بلکې د کاري فرصتونو د برابرولو له لارې د خلکو ژوندانه ته هم پرمختیا ورکوي.
باید وویل شي، چې اوونۍ وړاندې هم د کندهار ولایت د نېش، بولدک، شاولیکوټ او خاکریز ولسوالیو کې  د کرنې ریاست تر چتر لاندې، د«اف،اې،او» په مالي ملاتړ او د «او،اچ،ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د ۱۶۸ زره ډالرو په لګښت زرګونه زره د اوبو کندې جوړې شوې وې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې وې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړي پلاوي کندز کې د ودانیزو او اوبولګولو پروژو څارنه وکړه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ، د تدارکاتو رییس مولوی عبدالمجید مبارک، کندز ولایت ته سفر وکړ. د یاد سفر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۶
Background image

د هلمند موسی کلا کې یوشمېر بڼوالو سره مرسته وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالی د کرنیزوخدمتونو مدیریت سره په همغږۍ، د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د سولې بنسټ خدماتي مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

کندز کې د «یوریا سپرې» او «مورپتدار» افت پر ضد کمپاینونه په منظم ډول روان دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مېوه‌ لرونکو بڼونو د ساتنې او د نباتي افاتو د خپرېدو د مخنیوي په موخه د بوټو ساتنې د. . .

بازگشت