د کندهار سپین بولدک کې د شېدوټولولو او پروسس مرکز پرانیستل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۴:۵۹
د کندهار سپین بولدک کې د شېدوټولولو او پروسس مرکز پرانیستل شو

۲۵چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دکندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، د افغانانو لپاره د هالنډ کمېټې په مالي همکارۍ سپین بولدک ولسوالی کې د شېدو راټولولو او پروسس مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کندهار دکرنې ریاست استازی، د سپین بولدک ولسوالي سیمه ییزو چارواکو، د اړونده مؤسسې استازو او دشېدو راټولولو مرکز مسؤلینو برخه اخیستې وه. 
په دغو مرسته شویو توکیو کې نږدې ٢٥ قلمه د اړتیا وړ ټول هغه وسایل شامل دي، چې د شېدو راټولولو، ساتلو او پروسس لپاره په کاریږي، ددغه مرکز پر مټ به په راتلونکي کې د ځایي مالدارانو څخه شیدې پېرل کېږي او دلته به تر پروسس او بسته بندۍ وروسته په ښه کیفیت په عمده او پرچون ډول بازار ته وړاندې کیږي.
ددغو مرستو موخه د خصوصي سکتور پیاوړتیا او د ځایي مالدارانو د حیواني محصولاتو لپاره د بازار موندنه ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت