د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۹
د کندهار سپین بولدک کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د سپین بولدک ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او امنیتي ادارو په ګډو هڅو، د څارویو د قاچاق د مخنیوي لپاره پراخ ګرځنده کمپاینونه پیل شوي دي. یاد کمپاینونه د لوی اختر له څلورمې ورځې راهیسې دوام لري، چې په ترڅ کې یې د فرضي کرښې د کنډکونو مسؤلینو د یو زرو ۶۶۷ پسونو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده.
د سپین بولدک ولسوالۍ چارواکي وايي، ځینو کسانو هڅه کوله چې دغه پسونه د فرضي کرښې له لارې په غیرقانوني ډول پاکستان ته قاچاق کړي، خو د سرحدي ځواکونو او مسؤلو ادارو په چټک اقدام دا هڅه ناکامه شوې ده.
سرچینې زیاتوي، د قاچاق په تړاو ځیني کسان هم نیول شوي، چې د لا نورو څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست وايي، د څارویو قاچاق د سیمې د مالدارۍ سکتور ته جدي زیان رسوي، او د دغې لړۍ د مخنیوي لپاره یې له آمنیه قومندانۍ سره په ګډه هڅې زیاتې کړې دي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د اختر له را رسیدو وړاندې هم د ۶زره او ۳۲۲ څارویو د قاچاق مخنیوی شوی و.
چارواکي ټینګار کوي چې د دغه ډول غیرقانوني کړنو پر وړاندې به کمپاینونو ته دوام ورکړي، ترڅو د سیمه‌ییزو بزګرانو او مالدارانو اقتصادي زیانونه راکم شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۹
Background image

د کرنې وزارت  اراضۍ ریاست په بېلابېلو برخو کې د نوي متخصصينو د ګمارلو په موخه غونډه دایره شوه 

۱۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ  ریاست د تصفيې، استملاک، سروې کدستر، د ځمکو معلوماتي سيستم او د ځمکو بانک، د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت او په داسې نورو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۱:۵
Background image

دکندهار دکرنې ریاست  د ۳.۷ ټنه ناقانونه پوتاشیم کاربونیټ سرې د پلور مخه ونیوله

۱۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کرنیزو چارو آمریت د معلوماتو له مخې په کندهار کې د ۳.۷ ټنه ناقانونه پوتاشیم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۲ - ۱۰:۴۸
Background image

د بلخ دکرنې ریاست: بلخ ولسوالی کې د څارويو لپاره د چيچک واکسين تطبيق پيلېږي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د اکټېډ دفتر په همکارۍ به د بلخ ولسوالی په کچه د څارويو د روغتیايي وضعیت د ښه. . .

بازگشت