د کندهار د کرنې رییس او د «سي‌آراس» مسؤل د انارو او ممیزو د کیفیت لوړولو او بازارموندنې پر پراختیا خبرې وکړې

mail-admin
Mon, Jun 08 2026 1:19 PM
د کندهار د کرنې رییس او د «سي‌آراس» مسؤل د انارو او ممیزو د کیفیت لوړولو او بازارموندنې پر پراختیا خبرې وکړې

۱۸ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرشید منیب په خپل کاري دفتر کې د «سي‌آراس» له عمومي مسؤل «ډیویډ» سره ولیدل او د کندهار د انارو، انګورو او ممیزو د کیفیت ارزونې، پروسس او بازارموندنې پر مهمو موضوعاتو یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، د کندهار د کرنې رییس د ولایت د تازه مېوو تولیداتو اقتصادي ارزښت ته په اشارې سره وویل، چې د کروندګرو د ظرفیت لوړول، د معیاري تولیداتو ترویج او د عامه پوهاوي روزنیزو پروګرامونو پیاوړتیا د دې لامل ګرځي چې د کندهار کرنیز محصولات په کورنیو او نړیوالو بازارونو کې لا ښه ځای ومومي.
نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې د انارو او ممیزو د ساتنې، پروسس او بسته‌بندۍ په برخه کې باید نوې او پرمختللې لارې چارې کروندګرو ته وروپېژندل شي، څو د محصولاتو ضایعات کم او د بازار ارزښت یې لوړ شي.
په ورته مهال، د  «سي‌آراس» عمومي مسؤل «ډیویډ» د کندهار د کرنیزو محصولاتو د ارزونې په اړه خپل لومړني معلومات شریک کړل او ویې ویل، چې د محصولاتو کیفیت لوړول او ورته د مناسبو بازارونو موندل د کروندګرو د عوایدو د زیاتوالي لپاره مهم او اغېزمن ګام دی.
هغه زیاته کړه، چې د راتلونکو څو ورځو په ترڅ کې به د کندهار په بېلابېلو سیمو کې له سړو خونو، کرنیزو شرکتونو، د انارو، انګورو او ممیزو له پروسس او صادراتي فابریکو او همدارنګه له بزګرانو سره لیدنې ترسره کړي، ترڅو د اړتیاوو او لومړیتوبونو د ارزونې پر بنسټ د راتلونکو همکاریو لپاره عملي طرحې او پروګرامونه ترتیب شي.
دواړو لوریو د کرنیزو محصولاتو د کیفیت لوړولو، د ارزښت ځنځیر د پیاوړتیا او د صادراتو د پراختیا په برخه کې د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او دا یې د کروندګرو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره مهم اقدام وباله.
کندهار د افغانستان له مهمو کرنیزو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې انار، انګور او ممیز یې د هېواد له مشهورو صادراتي محصولاتو څخه دي. په وروستیو کلونو کې د دغو محصولاتو د کیفیت ښه کولو، معیاري پروسس، ساتنې او نړۍوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره د کرنې ریاست او مرستندویه بنسټونو هڅې زیاتې شوې دي، څو د کروندګرو عواید لوړ او د افغانستان کرنیز صادرات لا پیاوړي شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS