د کندهار دکرنې رییس ددې ولایت بزګرانو ته؛ ستاسو ستونزې د امارت تر مشرتابه رسوم

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۳:۱۳
د کندهار دکرنې رییس ددې ولایت بزګرانو ته؛ ستاسو ستونزې د امارت تر مشرتابه رسوم

۷ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی فضل الباري فضلي د خپل کار په دفتر کې ددې ولایت د یوشمېر ولسوالیو له بزګرانو سره په لیدنه کې د دوی ستونزې او نظرونه واورېدل.
ددې لیدنې په ترڅ کې د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی فضل الباري فضلي بزګرانو ته په خطاب کې وویل، چې د دوی ستونزې د امارت تر مشرتابه رسوي.
ښاغلی فضلي وویل: «کندهار د بزګرې او مالدارۍ لپاره مناسبه اوبه او هوار لري. اوس په دې ولایت کې د نورو کرنیزو توکو ترڅنګ انجه، زعفران او یوشمېر نور ارزښت لرونکي بوټي هم کرل کېږي، چې د بزګرانو اقتصادي وده کې مرسته کوي.»
مولوی فضل الباري فضلي د کندهار ولایت بزګرانو ته وویل، د کندهار دکرنې ریاست چمتو دی، چې په هره برخه کې لا تاسو سره همکاري وکړي او ستاسو ستوزې هوارې کړي.
په همدې حال کې یادو بزګرانو د کندهار دکرنې رییس او کارکوونکو څخه مننه وکړه، چې د دوی ستونزو ته رسېدنه کوي او غږ یې اوري.
دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د بزګرانو او مالدارانو ستونزو هوارولو په پار نه ستړې کېدونکې هلې ځلې پیل کړي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت