د کندهار درو ولسوالیو کې بڼوالو ته د حاصلاتو راټولولو اړین توکي ووېشل شول 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۹:۴۷
د کندهار درو ولسوالیو کې بڼوالو ته د حاصلاتو راټولولو اړین توکي ووېشل شول 

د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه د سولې بنسټ موسسې په مالي همکارۍ د نېش، غورګ او رغنداب ولسوالیو ۲۷۵ بڼوالو ته د انګورو، انارو او نورو مېوو د حاصلاتو راټولولو اړین توکي ووېشل شول.  
په دې مرسته کې هر بڼوال ته یوه المونیمي زینه، د حاصل راټولولو یوه بسته او پنځه پلاستیکي جالۍ ورکړل شوې. دا توکي به بڼوالو ته اسانتیا برابره کړي چې خپل حاصلات په خوندي او اسان ډول راټول کړي.  
یاد بڼوال مخکې د سولې بنسټ له لوري د ساحوي ښوونځي په نوم راجستر شوي وو او هره میاشت یې د بڼ جوړونې، اوبو لګولو، څانګو پرې کولو او د حاصل راټولولو په اړه روزنه ترلاسه کوله.  
د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ په میوند، شاولیکوټ، ژړۍ او خاکریز ولسوالیو کې هم ۳۶۲ بڼوالو ته ورته مرستې وېشل شوې وې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت