د کندهاري مالدارانو د مالونو خوندي کولو په پار هلې ځلې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۳:۱۳
د کندهاري مالدارانو د مالونو خوندي کولو په پار هلې ځلې
۳۱ چنګاښ ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مالدارانو د مالونو خوندي کولو او د مالونو د ناروغیو د تشخیص او مصنوعي القاح په موخه ددې ولایت ۲۰ تنه وټرنران روزلي دي.
د کندهار دکرنې ریاست وایي، چې دغه لس ورځنۍ روزنیز پروګرام د (AVC-L) پروژې په همکارۍ په لاره اچول شوې وه، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د څارویو د کلینیکي ناروغیو د تشخیص او دغه راز د مصنوعي القاح په اړه هر اړخیز علمي او نظري زده کړې ورکړل شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست یاد روزنیز پروګرام د وټرنرانو د ظرفیت لوړولو، د ښو خدماتو د عرضې او د غوښې د ارزښت د معلومولو په برخه کې خورا اړین وباله.
د چارواکو په خبره ددې روزنیز پروګرام په لړ کې د ځانګړو ټرینرانو له لوري سیه ییزو وټرنرانو ته د روزنې ترڅنګ د وټرنرۍ اړوند اړین توکي هم ور کړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۲:۹
Background image

نورستان کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت مرکز پارون اړوند د ډیوه کلي کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۷
Background image

ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې د نږدې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیلېږي

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار کې د چپرهار د یوه سیفون د ترمیم چارې پیلېږي. د معلوماتو له مخې، پر دغه پروژه شاوخوا ۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او ټاکل شوې چې د ۷۵. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱۵
Background image

د پکتیکا ګومل کې ۸ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «هیلټو» مؤسسې له لوري، چې مالي ملاتړ یې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي». . .

بازگشت