د کرنې وزیر په کابل کې د جاپان له سفیر سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۲
د کرنې وزیر په کابل کې د جاپان له سفیر سره وکتل

۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورمایا سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، د کرنیزو محصولاتو بازارموندنې او له مخدره توکو سره د مبارزې په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
مولوي عطاءالله عمري په دې لیدنه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «په هېواد کې د اقلیم بدلون او وچکالي شتون لري، چې پر کرنه او مالدارۍ یې منفي اغېز کړی. موږ هڅه کوو چې بزګرانو او مالدارانو ته غوره خدمات وړاندې کړو.»
هغه زیاته کړه، چې ځینې مرستندویه مؤسسې او غیر دولتي ادارې پروژې سمې نه تطبیقوي، ځکه چې د پروژو ډېره برخه بودیجه په اداري لګښتونو مصرفېږي او بزګرانو او خلکو ته ریښتینې مرسته ډېره کمه رسېږي. نوموړي ټینګار وکړ چې که د جاپان هېواد مرستې د حکومت په همغږۍ سره ترسره شي، دا مرستې به اغېزناکې او شفافې وي.
دغه راز د کرنې وزیر له جاپاني سفیر څخه غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د باکیفیته محصولاتو لپاره نړۍوال بازارونه برابر کړي او په بېلابېلو برخو کې د افغان بزګرانو ملاتړ وکړي.
په ورته وخت کې په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا وویل: «د جاپان هېواد غواړي له افغان ولس او بزګرانو سره دوامداره مرستې وکړي. له مخدره توکو سره مبارزه د جاپان او نړۍوالې ټولنې له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.»
د هغه په وینا، جاپان په هلمند، کندهار او بدخشان ولایتونو کې د لسو میلیونه ډالرو په ارزښت داسې پروژې تطبیق کړي، چې پکې د مثمرو نیالګیو وېش، د څارویو درملنه او د اصلاح شویو تخمونو وېش شامل دي. همداراز، په روان میلادي کال کې هم د شپږ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې پروژې پلي کوي.
د اسلامي امارت او نړۍوالو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، له نشه‌یي توکو سره مبارزه، د معیشت بدیل په برخه کې د قطر د کنفرانس دایرېدل، له هغو بزګرانو سره مرسته چې پخوا یې د کوکنارو کرکیله کوله او دغه راز په مرکز او ولایتونو کې ښځو ته د زده‌کړې او ملاتړ زمینه برابرول، د دې لیدنې له مهمو موخو څخه وو.


دیدار وزیر زراعت با سفیر جاپان مقیم کابل
۴ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری  در دفتر کارش با تاکایوشی کورمایا، سفیر جاپان مقیم کابل دیدار کرد.
 در این دیدار دو طرف پیرامون موضوعات مرتبط به زراعت، مالداری، باغداری، بازاریابی محصولات زراعتی و مبارزه با مواد مخدر بحث و تبادل نظر نمودند.
مولوی عطاءالله عمری در این دیدار بر همکاری‌های دوجانبه تأکید کرده گفت: «تغییر اقلیم و خشک‌سالی در کشور وجود دارد و بر بخش زراعت و مالداری تأثیر گذاشته است. ما تلاش می‌کنیم تا خدمات بهتری به دهاقین و مالداران ارائه کنیم».
وی در ادامه افزود که تطبیق پروژه‌ها توسط برخی مؤسسات و نهادهای غیردولتی ناقص بوده، زیرا بخش زیادی از بودجه این پروژه‌ها صرف مصارف اداری می‌گردد و کمک واقعی اندکی به دهاقین و مردم می‌رسد. وزیر زراعت تأکید کرد که اگر کمک‌های کشور جاپان در هماهنگی با دولت صورت گیرد، این کمک‌ها شفاف و مؤثر خواهد بود.
همچنین، وزیر زراعت از سفیر جاپان خواست تا در بخش‌های مختلف زراعتی از جمله فراهم‌سازی بازارهای جهانی برای محصولات با کیفیت افغانستان، دهاقین را حمایت کند.
در مقابل، تاکایوشی کورمایا، سفیر جاپان در کابل، گفت: «کشور جاپان خواهان کمک‌های دوامدار برای مردم و دهاقین افغانستان است. مبارزه با مواد مخدر از اولویت‌های کشور جاپان و جامعه جهانی می‌باشد».
به گفته وی، کشور جاپان در ولایت‌های هلمند، قندهار و بدخشان پروژه‌هایی به ارزش ۱۰ میلیون دالر در زمینه توزیع نهال‌های مثمر، تداوی حیوانات و توزیع تخم‌های پخته تطبیق کرده است. همچنین، برای سال جاری نیز پروژه‌هایی به ارزش ۶ میلیون دالر تطبیق خواهد نمود.
تقویت روابط امارت اسلامی افغانستان با جهان، مبارزه با مواد مخدر، برگزاری نشست قطر پیرامون معیشت بدیل، کمک به دهاقینی که قبلاً در کشت کوکنار فعالیت داشتند و همچنین آموزش و حمایت از زنان در مرکز و ولایات از اهداف عمده این دیدار بود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت