د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۸:۴۰
د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره وکتل

۷ غبرګولی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي «یونما» له ځانګړې استازې اغلې رزا اوتنبایوا سره وکتل او د دوحې د دریمې ناستې په اړه یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري په افغانستان کې د کوکنارو د کښت صفر ته د راټیټولو په برخه کې د اسلامي امارت د هڅو په اړه خبرې وکړې او د هېواد بزګرانو ته یې د بدیل معیشت په رامنځته کولو کې د نړۍوالو سازمانونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کرنې وزیر زیاته کړه: «هیله لرو چې د ملګرو ملتونو اداره او د کرنې په برخه کې فعالې نورې مؤسسې د کوکنارو د بدیل کښت په معرفي کولو او له بزګرانو څخه د ملاتړ په هکله لا ډېر تمرکز وکړي،  اسلامي امارت د کوکنارو په کښت بندیز لګولی دی او زموږ هیله دا ده چې د بزګرانو ملاتړ وشي او د دوی لپاره مناسب بدیلونه چمتو شي ترڅو دوی د ژوند اړتیاوې پوره کړي.»
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي «یونما» ځانګړې استازې مېرمن رزا اوتنبایوا وویل: «د دوحې په درېیمه ناسته کې به په افغانستان کې د خصوصي سکټور، بانکدارۍ او نشه یي توکو پر مسلې خبرې وشي، چې‌ په کې د ۲۵ هېوادونو، درې نړۍوال بنسټونه او د اسیایي بانک او پراختیایي استازي ګډون کوي.
د مېرمن رزا اوتنبایوا په وینا، د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت د استازي ګډون د کوکنارو د بدیل د معرفي کولو او د تمویل کوونکو د پام اړولو لپاره مهم دی او دا یو ښه فرصت دی.
په ورته وخت کې دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د افغانستان د کروندګرو او خلکو په وړاندې د ملګرو ملتونو پر بې تفاوتۍ  او نه پاملرنې نیوکه وکړه او ویې ویل: «اسلامي امارت په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته راټیټه کړه، خو ملګري ملتونه او د هغې همکارو موسسو د افغانستان خلکو او بزګرانو ته هیڅ کار نه دي کړي، په داسې حال کې چې د کوکنارو په کښت بندیز د افغانستان او نورو هېوادونو په خلکو مثبت اغیز کړی دی.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د دفتر مرستیالې ثریا بوزرکوا وویل: «موږ باید د کوکنارو د کښت پر بدیل کار وکړو ترڅو د بزګرانو اړتیاوې پوره کړو. موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو او زموږ همکاري باید دوه اړخیزه وي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت د محدودیت له لګولو وروسته، په خپلو کمو امکاناتو د کوکنارو د بدیل کښت لپاره پنځه کلنه طرحه جوړه کړې او د هغې د پلي کولو لپاره کار کوي.

وزیر زراعت با نماینده ویژه دبیرکل سازمان ملل متحد در افغانستان دیدار کرد
۷  جوزا ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با خانم رزا اوتنبایوا، نماینده ویژه دبیرکل سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما) دیدار و پیرامون نشست سوم دوحه گفتگو کرد.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت  در این دیدار پیرامون تلاش های امارت اسلامی در  به صفر رسانیدن تولید کوکنار در افغانستان سخن زده و خواستار همکاری نهاد‌های بین الملی در ایجاد معیشت بدیل برای دهاقین کشور شد
وزیر زراعت افزود:« امیدوار هستیم که در نشست‌های که برگزار می‌شود سازمان ملل متحد و سایر نهادهای فعال در عرصه زراعت روی معرفی بدیل کشت کوکنار و حمایت دهاقین تمرکز بیشتر نمایند؛ چون امارت اسلامی کشت کوکنار را منع کرده است بنا خواست ما این است که دهاقین حمایت شوند و بدیل های مناسب برایشان فراهم گردد تا نیاز زندگی خود را برآورده ساخته بتوانند».
خانم رزا اوتنبایوا، نماینده ویژه دبیرکل سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما) گفت:« در نشست سوم دوحه پیرامون موضوعات سکتور خصوصی، بانکداری و مواد مخدر در افغانستان بحث می‌شود، در آن 25 کشور، سه موسسه بین‌المللی و نماینده بانک آسیایی و بانک انکشافی اشتراک می‌کنند.»
به گفته خانم رزا اوتنبایوا، اشتراک نماینده امارت اسلامی در نشست دوحه مهم است تا بدیل کشت کوکنار را معرفی و توجه دونران را جلب نماید، این یک فرصت خوب است».
در همین حال مولوی صدراعظم عثمانی  معین زراعت و مالداری وزارت زراعت از بی توجه بودن سازمان ملل متحد در قبال دهاقین و مردم افغانستان پس از منع کشت کوکنار در افغانستان انتقاد کرده گفت:« امارت اسلامی کشت کوکنار را در افغانستان به صفر رسانده است اما ملل متحد و نهاد همکار آن به مردم و دهاقین افغانستان کاری نکرده است، در حالیکه منع کشت کوکنار اثر مثبت به مردم افغانستان و سایر کشورها داشته است.»
ثریا بوزورکوا معاون دفتر برنامه پیشرفت و توسعه سازمان ملل متحد در افغانستان گفت:« ما باید روی بدیل کشت کوکنار کار کنیم تا نیاز دهاقین را برآورده سازیم ما به تلاش خود را ادامه می‌دهیم و همکاری ما دوجانبه باشد.»
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری پس از منع کشت کوکنار در افغانستان با امکانات کم، استراتیژی پنج‌ساله را به‌منظور بدیل کشت کوکنار تهیه نموده و روی عملی‌سازی آن کار می‌نماید.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت