د کرنې وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ پکتیا ولایت ته سفر وکړ

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۰:۰
د کرنې وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ پکتیا ولایت ته سفر وکړ

۱۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي ملامهر الله حماد سره وکتل.
ددې سفر په ترڅ کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او وطبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالحق مخدوم، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مولوي احمد الله زاهد، د افغان کارت امارتي شرکت مشر سید احمد آغا او د ځنګلونو  د ساتنې (شنه قطعې) قوماندان عبدالحلیم یاسین هم حضور دلود او د ځنګلونو وضعیت یې وڅېړل.
د کرنې وزیر په دې کتنه کې وویل، چې ځنګلونه د هېواد یو له ملي شتمنیو څخه دی او د دې شتمني یوه برخه په پکتیا ولایت کې موقعیت لري. هغه ټینګار وکړ، چې د کابینې او د امارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ باید د هېواد ځنګلونه خوندي شي. د سړې موسم په رانژدې کېدو سره له یوه ولایت څخه بل ولایت ته ډېر لرګي لېږدول کېږي او په تېر کې ډېر ځنګلونه له ساتنې پرته پرې شوي دي.هغه زياته کړه، چې د ځنګلونو پرې کول او د لرګيو لېږد بالکل منع دى او په تېرو درېيو کلونو کې د ځنګلونو د ساتنې او بيارغونې لپاره هلې ځلې شوي دي. خو دا هڅې بسنه نه کوي او د هېواد د ځنګلونو د ډېرولو لپاره باید ډېر کار وشي.
د کرنې وزیر دغه راز وویل، چې په نورو هېوادونو کې حکومتونه د نیالګیو اېښودلو په پار خلکو ته امتیاز ورکوي او هغو کسانو ته چې د ځنګلونو د پراختیا او د نیالګیو کېنولو لپاره کار کوي تشویقوي مزد هم ورکوي. هغه ټینګار وکړ، چې د ځنګل ساتونکو د استخدام، د ځنګلونو د پرې کولو د مخنیوي او له ځنګلي سرچینو څخه په اغېزمنه توګه د استفادې لپاره به هڅې وشي. نوموړي له سيمه ييزو ادارو څخه وغوښتل، چې په دې برخه کې جدي همکاري وکړي.
په دې غونډه کې د پکتيا والي هم ډاډ ورکړ، چې د ځنګلونو د ساتنې لپاره به پوره هڅه او همکاري کوي. نوموړي دغه راز په غونډه کې حاضرو ملکي او نظامي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د ځنګلونو وضعیت ته جدي پاملرنه او ساتنه یې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې پکتيا د هېواد په سوېل ختيځ کې يو له هغو لسو ولايتونو څخه دى، چې ډېر ځنګلونه لري.

وزیر زراعت در رأس یک هیئت به ولایت پکتیا سفر کرد  
۲۹ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش  
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در رأس یک هیئت عالی رتبه به ولایت پکتیا سفر کرد و با ملامهرالله حماد والی این ولایت دیدار نمود.
در این سفر، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، مولوی عبدالحق مخدوم معین وزارت امور داخله، مولوی رحمت‌الله زاهد معین وزارت صنعت و تجارت، سید احمد آغا رئیس شرکت امارتی افغان کارت و عبدالحلیم یاسین قوماندان قطعه محافظت از جنگلات (قطعه سبز) نیز حضور داشتند و به بررسی وضعیت جنگلات پرداختند.
وزیر زراعت در این دیدار گفت که جنگلات از سرمایه‌های ملی کشور است و بخشی از این سرمایه در ولایت پکتیا قرار دارد. او تأکید کرد که بر اساس فیصله کابینه و هدایت رهبری امارت، باید از جنگلات کشور محافظت شود. با نزدیک شدن فصل سرد، چوب‌های زیادی از یک ولایت به ولایت دیگر منتقل می‌شود، و در گذشته نیز جنگلات زیادی بدون محافظت قطع شده‌اند. او افزود که قطع جنگل و انتقال چوب به‌طور مطلق ممنوع است و در سه سال اخیر تلاش‌هایی برای حفاظت و احیای جنگلات صورت گرفته است. با این‌حال، این تلاش‌ها کافی نبوده و باید بیشتر کار شود تا جنگلات کشور افزایش یابد.
وزیر زراعت همچنین گفت که در کشورهای دیگر، حکومت‌ها برای کاشت نهال‌ها امتیاز قائل هستند و به افرادی که برای توسعه جنگلات و غرس نهال کار می‌کنند، تشویقی مزد می‌دهند. او تاکید کرد که تلاش خواهد شد تا جنگل‌بانان توظیف شوند و از قطع جنگل جلوگیری شود و از منابع جنگلی به‌طور مؤثر استفاده شود. او از ادارات محلی خواست تا در این زمینه همکاری لازم را انجام دهند.
والی پکتیا نیز در این نشست اطمینان داد که با تمام توان در حفاظت از جنگلات تلاش خواهند کرد و در این زمینه همکاری خواهند داشت. او همچنین به مسئولان ملکی و نظامی حاضر در جلسه هدایت داد که به وضعیت جنگلات توجه داشته باشند و از آن‌ها محافظت کنند.
قابل ذکر است که ولایت پکتیا یکی از ده ولایت دارای جنگل زیاد در جنوب شرقی کشور است.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د محمدآغې ولسوالی له بزګرانو او قومي مشرانو سره د عشر ټولولو اړوند د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر ولايت د عشر او زکات ټولولو آمریت کارکوونکو چې مشري یي د عشر او زکات ټولولو آمر مولوي سلطان غني هاشمي کوله په داسې حال کې، چې ددغې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۹
Background image

د ننګرهار دوو ولسولیو کې د کرنیزو توکو پېرلو په پار لسګونو بزګرانو سره نغدې مرسته وشوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ماشومانو ساتنې دفتر له لورې د مومندرې او لعلپورې ولسوالیو ۱۰۰  تنو بزګرانو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کانګو تبې پر وړاندې د مبارزې وقایوي کمپاین پیل شو

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري، ددې ولایت مرکز لښکرګاه کې د کانګو تبې خطرناکې. . .

بازگشت