د کرنې وزیر د بامیانو له والي سره د کرنې او بڼوالۍ پر ودې خبرې وکړې

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۱۴:۸
د کرنې وزیر د بامیانو له والي سره د کرنې او بڼوالۍ پر ودې خبرې وکړې

۴ سلواغه ۱۳۹۹
ډاکټر انوارالحق احدي د خپل کار په دفتر کې د بامیانو والي سیدانور رحمتي سره وکتل. دوی په دې کتنه کې دکرنې، بڼوالۍ او طبیعي سرچینو د طرحې پر ودې خبرې وکړې.
د بامیانو والي سیدانور رحمتي په ۱۳۹۹یم کال کې د بامیانو په ولایت کې د کرنې وزارت له پلي شویو پروژو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې یاد ولایت د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې ډېرې وړتیاوې لري او د کچالو ترڅنګ ددې ولایت یوشمېر نور محصولات لکه مڼې، ناک، زردالو او ګیلاس د پامو وړ وده لري. یادو موضوعاتو ته په کتو د بامیانو والي د بڼوالۍ به یادو برخو کې د کرنې وزارت د برنامو د پراختیا غوښتنه وکړه.
د بامیانو والي یادونه وکړه: «په ۱۳۹۹یم کال کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې پر اساس د ودانیو جوړول، د مڼو او کچالو د بیو د ښه والي په برخه کې رغنده رول تر سره کړي دي او د کچالو د۱۰۰ پاتو زېرمتونونو د جوړولو غوښتونکي یو.»
ښاغلی رحمتي زیاته کړه: «په بامیانو کې د مالدارۍ او څړځایونو د تنظیم په پرخه کې وړتیاوې شتون لري او له وزارت څخه زموږ غوښتنه داده، چې د بند امیر په څنډو کې د زرغون کمربند پروژه عملي کړي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټرانوارالحق احدي ددې غونډې په پای کې وویل، چې د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه کومې ژمنې چې درولدې عملي کوي یې او د بند امیر په څنډو کې د زرغون کمربند په هکله سپارښتنه کوم، چې کار یې چټک او په راتلونکي کې عملي شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ پرانیستل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق «اې‌ډې‌اف» او دحال د وړو تمویلونو مؤسسې نوې ودانۍ، چې د جوړولو چارې یې. . .

بازگشت