د کرنې وزارت ۶۴۰ کارکوونکي وروزل شول

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۳:۴۸
د کرنې وزارت ۶۴۰ کارکوونکي وروزل شول

۵ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو ریاست ددې وزارت ۶۴۰ کارکوونکي د پلان جوړونې، راپور لیکنې، د طرز سلوک مقررې، د ملکي خدماتو د کارکوونکو د ذاتي چارو مقرره، د دندې د لایحې پلي کول او د کړنو د ارزونې په برخه کې روزلي دي.
دغه روزنیزه برنامه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو ریاست د وړتیا لوړولو آمریت له خوا د پروان، کندهار، ننګرهار، تخار او بدخشان ولایتونو د کرنې ریاست کارکوونکو لپاره په لاره اچول شوې وه. یاده برنامه د ۳۴ ولایتونو د کرنې ریاستونو اړتیاوو ته په کتو مشخص او د کارکوونکو د وړتیا لوړولو په پار په لاره اچول شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبولګولو و مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو ریاست د روان کال په ترڅ کې د وړتیا لوړنې په پار د کرنې وزارت یو شمېر مرکزي و ولایتي کارکوونکي کورني او بهرني فیلوشیب او اسکالرشیب بورسیو ته هم ور پېژندلي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۴:۲۰
Background image

د سوداګریزې کرنې د پراختیا په پار افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي له مرستیال سره د کرنې وزیر کتنه

۶ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د خپل کار په دفتر کې افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د پلاوي مرستیال آرناوټ پاولس سره وکتل.
په دې کته کې دواړو خواوو د. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۴:۱۳
Background image

کابل کې سږکال د کوچیانو د څه باندې ۲۰۰ زره څارویو درملنه شوې

۶ کب ۱۳۹۹
د کابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال په دې ولایت کې د کوچیانو د ۲۰۰ زره او ۱۷۴ څارويو تداوي شوي دي او ددې ترڅنګ پر وړو شخوند وهونکو څارویو د ساري نارغیو. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۴:۴
Background image

کونړ کې د لیمو ۵۰ جریبه بڼونه جوړېږي

۶ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې (HVCDSP) له خوا د کونړ ولایت په درو ولسوالیو کې د لیمو ۵۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي.
د لیمو یاد ۵۰. . .

بازگشت