د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د پنجشېر ولایت له والي سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۳:۲۸
دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با والی ولایت پنجشیر 

۲۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» او ورسره مل پلاوي پنجشېر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په داسې حال کې وکتل، چې د یاد ولایت د استخباراتو رییس، امنیه قومندان، مستوفیان او د پنجشېر ولایت یوشمېر سیمه ییزو کارکوونکو هم شتون درلود.
 د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په دې لیدنه کې وویل: «د اماراتي ځمکو د غصب مخنیوی، د مخابراتي انتنونو او د هغو د سرغړونو تشخیص، د ځمکې او طبیعي سرچینو اجاره ورکول، د عایداتي سرچینو او عامه پوهاوی کچې لوړول، او په مناسبه بڼه د عشر او زکاتو راټولول زموږ د سفر موخې دي.»
ملا اغاجان اخند زیاته کړه: «موږ په پام کې لرو، چې معیاري سړې خونې، تولیدي شرکتونه او د لبنیاتو د تولید او راټولولو مرکزونه جوړ شي، ترڅو خلکو ته د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره شي.»
په همدې حال کې دپنجشېر والي حافظ محمد اغا حکيم وويل: «ټولې ادارې په صداقت سره ستاسو په خدمت کې دي، که څه هم د پنجشېر په ولايت کې زياتې ستونزې نشته خو دکرنې او مالدارۍ ودې او د طبیعي سرچینو خوندیتوب ته بايد جدي پاملرنه وشي.»
دغه غونډه، چې د پنجشېر ولايت په مقام کې دائره شوې وه دامنيې قوماندانۍ، استخباراتو، مستوفيت او د نورو اړوندو ادارو چارواکو په ټولو برخو کې دهراړخیزو همکاریو ژمنه وکړه.
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبري په مرکز او ولایتونو کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو ته ژمن دی.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با والی ولایت پنجشیر 
۲۸ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و هیئت همراهش در جریان سفر به ولایت پنجشیر با حافظ محمد آغا حکیم والی آن ولایت در حضور داشت رییس استخبارات، قوماندان امنیه، مستوفیان و کارمندان محلی پنجشیر دیدار کرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت در این دیدار گفت:« جلوگیری از غصب زمین‌های امارتی، تشخیص آنتن‌های مخابراتی و تخلفات آن‌ها، اجاره‌دهی زمین‌ها و منابع طبیعی، افزایش  منابع عایداتی و آگاهی‌دهی و جمع آوری مناسب عشر و زکات اهداف سفر ما است».
ملا آغاجان آخند افزود:« ما در نظر داریم که سردخانه‌های معیاری، شرکت‌های تولیدی، مراکز تولید و جمع آوری لبنیات ساخته شود تا زمینه اشتغال‌زایی و رشد اقتصادی مردم مساعد شود.»
در همین حال حافظ محمد آغا حکیم والی ولایت پنجشیر گفت:« تمام ادارات با خلوص نیت در خدمت شما است، هرچند در ولایت پنجشیر مشکلات زیاد وجود ندارد اما به منظور رشد زراعت و مالداری و حفظ منابع طبیعی توجه جدی شود».
در این دیدار که در  مقام ولایت پنجشیر برگزار شده بود مسوولان استخبارات، قوماندانی امنیه، مستوفیت و سایر ادارات ذیربط وعده همکاری همه جانبه را سپردند.
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری متعهد به اراییه  خدمات بهتر زراعتی، مالداری و باغداری  در مرکز و ولایات می باشد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت