د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د پروان ولایت له یوشمېر کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۲:۳۹
دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با دهاقین، مالداران و باغداران ولایت پروان

۲۷چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغا جان آخند «حاجي سالم» پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پروان ولایت د نهو ولسوالیو له یو شمېر کروندګرو، بڼوالو، مالدارانو او دکرنې او مالدارۍ سکټور متشبثینو سره وکتل. 
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په دې کتنه کې وویل: «د پروان ولایت ۸۰ سلنه خلک له کرنې سره لېوالتیا لري. اوس امنیت ټینګ شوی دی او د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې باید کار وشي او دبڼوالو ملاتړ وشي تر څو ځان بسیاینې ته نږدې شو. موږ ستاسو همکارۍ ته ژمن یو.»
په همدې حال کې د پروان ولایت د کرنې رییس روح الله روحاني وویل: «اسلامي امارت د خلکو په خدمت کې دی. په پروان ولایت کې باید په درېیو برخو کې کار وشي: د کرنې میکانیزه کولو، د مالدارۍ د نویو لارو چارو دودول او د اوبو مدیریت په ځانګړې توګه د څاڅکو په سیسټم د بڼونو جوړول او د چکډېمونو رغول.»
د پروان ولايت د سيدخېل ولسوالی يو تن بزګر روح الله خان د کرنې وزارت د مالي او ادارې مرستیال سره په کتنه کې وويل: «د پيازو، روميانو او کچالو د راټولولو په فصل کې  د بيو د راټيټېدو د مخنيوي لپاره بايد يوه حل لاره پيدا شي. همدارنګه، د محصولاتو د راټولولو مرکزونه باید جوړ شي او د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کرنیز توکي باید پر وخت ووېشل شي.»
د پروان ولایت د مرکز چاریکارو یو تن بزګر اسلم خان وویل: «اسلامي امارت باید د بزګرانو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي. اوبه ډېرې دي، خو خلک د څښاک اوبه نه لري. د اوبو بندونه دې جوړ شي، چکډېمونه ورغول شي او ترڅنګ یې سړې خونې او شنې خونې جوړ او دمالدارۍ برخې ته هم پاملرنه ووشي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د مالي مرستیال په مشرۍ او د کرنې وزارت د بېلابېلو څانګو د یو شمېر رییسانو او کارپوهانو په شتون کې پروان ولایت ته سفر وکړ او د خلکو او په ځانګړې توګه د بزګرانو ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د حل لپاره یې لارې چارې او پلانونه په پام کې نیولي دي.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با دهاقین، مالداران و باغداران ولایت پروان
۲۷ سرطان ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغا جان آخند «حاجی سالم»، معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر به ولایت پروان با شماری از دهاقین، مالداران، باغداران و متشبثین سکتور زراعت و مالداری ولسوالی‌های نه‌گانه ولایت پروان دیدار کرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت در این دیدار گفت: «۸۰ درصد مردم پروان علاقه‌مند زراعت هستند. امروز امنیت برقرار است و باید در بخش‌های مختلف زراعت و مالداری کار شود و باغداران حمایت شوند تا به خودکفایی نزدیک شویم. ما متعهد به همکاری شما هستیم.»
در همین حال، روح‌الله روحانی، رئیس زراعت ولایت پروان، گفت: «امارت اسلامی در خدمت مردم است. باید در سه بخش در ولایت پروان کار شود: مکانیزه‌سازی زراعت، ترویج شیوه‌های جدید مالداری، و مدیریت آب به‌ویژه سیستم قطره‌ای باغداری و ایجاد چکدم‌ها.»
روح‌الله خان، یکی از دهاقین ولسوالی سیدخیل ولایت پروان، در دیدار با معین مالی و اداری وزارت زراعت گفت: «باید راهکاری برای جلوگیری از پایین آمدن قیمت پیاز، رومی و کچالو در فصل برداشت آماده شود. همچنین، مراکز جمع‌آوری محصولات ایجاد شود و وسایل و تخم اصلاح‌شده بذری گندم به‌موقع توزیع گردد.»
اسلم خان، یکی از دهقانان از چاریکار، مرکز ولایت پروان، گفت: «امارت اسلامی باید به مشکلات دهاقین توجه جدی نماید. آب فراوان است اما مردم آب نوشیدنی ندارند. باید آبگردان‌ها ساخته شود، چکدم‌ها ایجاد و سردخانه‌ها و سبزخانه‌ها ساخته شوند و در بخش مالداری نیز توجه شود.»
هئیتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری معین مالی و با حضور شماری از روسا و متخصصین بخش‌های مختلف وزارت زراعت به ولایت پروان سفر کرده و مشکلات و پیشنهادات مردم، به‌ویژه دهاقین را استماع نموده و برای حل آن‌ها راهکارها و پلان‌هایی را در نظر گرفته‌اند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۲:۴۲
Background image

ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۲۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي پر مهمو موضوعاتو غونډه وکړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۲:۴۰
Background image

کندهار کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی غونډه

۲۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دکندهار ولایت د امارتي ځمکودغصب مخنیوی اوغصب شویوځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي ټیم د یاد تخنیکي پلاوی رییس مولوي فضل الباري فضلی په مشرۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۲:۱۸
Background image

د لوګر محمدآغه کې یوشمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

۲۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست؛ د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په مالي او د «آر،آر،اې،اې» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د. . .

بازگشت