د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هرات ولايت له بزګرانو سره وکتل

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۰:۵۷
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هرات ولايت له بزګرانو سره وکتل

۲۶ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
ملا آغاجان آخند "حاجي سالم"، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، د هرات ولايت له يو شمېر بزګرانو، مالدارانو، بڼوالو او د کرنیز تخم توليدونکو شرکتونو له مسوولینو سره وکتل.
ملا آغاجان آخند په دې ليدنه کې بزګرانو ته وویل: «موږ د دوو موخو لپاره دې ولايت ته راغلي يو. يوه موخه د بزګرانو اضافي غنمو پېرودل او زېرمه کول دي، او بله موخه له بزګرانو، مالدارانو، بڼوالو او توليدونکو سره ليدل او د هغوی ستونزې اورېدل دي، ترڅو د خپل توان په اندازه ورته د حل لارې پيدا کړو.»
په همدې حال کې د هرات د کرنې رییس مولوي پیرمحمد حلیمي وویل: « د هرات خلک د صنعت او سوداګرۍ تر څنګ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې هم بوخت دي. د غنمو پېرودل او زېرمه کول د بزګرانو په ګټه دي، ترڅو خپل غنم په ټیټه بیه ونه پلوري.»
همداراز د کرنې وزارت د ستراتيژيکو زېرمو رییس مولوي قدرت الله حقيار د بزګرانو اضافي غنمو د اخیستلو او تدارکاتي بهیر په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: « موږ غنم په مستقیم ډول له بزګرانو اخلو، ترڅو هغوی ته ګټه ورسي. (څلور کيلو) په ۹۰ افغانۍ اخلو، او له تدارکاتي بهیر وروسته به دا غنم د دې ولايت په سیلو کې زېرمه کړو. پر دې سربېره، د انتقال ټول لګښتونه، بورۍ، او کرایه د کرنې وزارت په غاړه دي.»
د هرات يو بزګر امان الله خان وویل: « د بزګرانو اضافي غنمو پېرودل او زېرمه کول یو ښه اقدام دی، خو دا کار که د حاصلاتو په وخت کې شوی وای، ښه به و.»
د دې ولايت د بزګرانو غوښتنې د پستې ځنګلونو ساتنه او پراختيا، د غنمو تخمونو وېش، کيمياوي سرې، کرنیز وسايل، د څارویو د واکسین تطبیق، د څارویو د خوراکي توکو وېش او بزګرانو ته د کوچنیو پورونو بانک جوړول دي.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با دهاقین ولایت هرات 
۲۶ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با شماری از دهاقین، مالداران، باغداران و مسوولین شرکت‌های تولید کننده تخم بذری ولایت هرات دیدار کرد.
ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت در دیدار با دهاقین گفت:« ما بخاطر دو هدف به این ولایت آمده ایم، خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین و دیدار با دهاقین، مالداران، باغداران و تولید کننده گان تا مشکلات آنها را شنیده در حد توان به حل آن راهکاری داشته باشیم.»
همچنان مولوی پیرمحمد حلیمی رییس زراعت ولایت هرات گفت:« مردم ولایت هرات در کنار صنعت و تجارت، دهقان و مالدار هستند، خریداری و ذخیره سازی گندم به نفع دهاقین است تا گندم خود را به قیمت پایین به فروش نرسانند.»
در همین حال، مولوی قدرت الله حقیار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت روند خریداری و تدارکاتی را بیان کرده گفت:« ما گندم را مستقیم از دهاقین خریداری می‌نماییم تا مفید به دهاقین باشد، یک من یا سیر (چهار کیلو) را به ۹۰ افغانی نرخ گیری نموده ایم، که پس از پروسه تدارکاتی خریداری و در سیلوی این ولایت ذخیره سازی می‌شود، بر علاوه تمام مصارف انتقال، بوری، کرایه به دوش وزارت زراعت است.»
امان الله خان یکتن از دهاقین ولایت هرات گفت:« خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین یک اقدام خوب است، اما بهتر است که این کار در وقت برداشت انجام میشد.»
حفاظت و افزایش جنگلات پسته، توزیع تخم بذری گندم، کود کیمیاوی، وسایل زراعتی، تطبیق واکسین حیوانی، توزیع خوراکه حیوانی و ایجاد بانک قرضه کوچک برای دهاقین از خواسته های دهاقین این ولایت است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د کرنې وزارت او همکارو بنسټونو ترمنځ د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې او د همکارو مؤسسو او دفترونو د استازو ترمنځ د بزګر مېلې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۳۰
Background image

ننګرهار کې د چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام د بزګرانو لپاره هیله بښونکي پایلې

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د کرنیزو تولیداتو د. . .

بازگشت