د کرنې وزارت سرپرست په مالي او اداري معینیت کې: د بودیجې اغېزناک لګول باید وزارت خپلې موخې ته ورسوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۳:۴۵
سرپرست وزارت زراعت: مصرف موثر بودجه باید وزارت را به اهدافش برساند
۲ تله ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي؛ مالي او اداري معینیت ته په تګ سره ددې معینیت د تشکیل، فعالیتونو، کاري سیمو او راتلونکو برنامو په هکله معلومات تر لاسه کړه.
په پیل کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالهادي رفیعي په لنډه توګه د پراختیا یي پروژو د پېژندنې او د دغو پروژو د فعالیت سیمې او بودیجې او دغه راز د بشري سرچینو، مالي، تدارکاتو، اداري، معلوماتي ټکنولوژۍ او د خوړو خوندیتوب او غلو دانو د اسټراټژیکو زېرمو د ریاستونو د لاسته راوړنو او ننګونو په هکله بشپړ مالومات وړاندې کړه.
تر هغه وروسته، د کرنې وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي، د پروژو د بودیجې د لګولو، د راتلونکي کال مالي پلان او د هغو شته ننګونو په هکله چې د مالي او اداري معینیت له خوا په څو برخو کې وویل شول، د خپل لارښوونیزو نظریاتو په وړاندې کولوسره وویل، راتلونکی کال بودیجوي امکاناتو ته په کتو د ننګونو هوارولو او د فرصتونو ایجادولو په موخه اړین ګامونه پورته کيږي.
ښاغلی احدي وویل، چې د ټولو پروژو او اړوندو برخو له خوا د بودیجې اغېزناک لګول باید داسې تر سره شي، چې وزارت خپل ټاکلي موخې ته ورسیږي.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق نوې ودانۍ پرانیستل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق «اې‌ډې‌اف» او دحال د وړو تمویلونو مؤسسې نوې ودانۍ، چې د جوړولو چارې یې. . .

بازگشت