د کرنې وزارت سرپرست ته د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پروژې راپور وړاندې شو

content_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۵:۳۴
د کرنې وزارت سرپرست ته د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پروژې راپور وړاندې شو
۵ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اړوندو پروژو د بشپړ جزیاتو د وړاندې کولو په لړ کې، نن د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت « HVCDSP» د پروژې مشر احمد فرید راید د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیر ته ددې پروژې د لاسته راوړنو، برنامو، بودیجې او راتلونکو برنامو په هکله بشپړ مالومات وړاندې کړ.
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت پروژه، چې له ۲۰۱۹ام کال څخه د کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بامیان، میدان وردګ، ننګرهار، کونړ او لغمان په ولایتونو کې په بېلابېلو کرنیزو برخو کې فعالیت کوي، ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۴ ام کال پورې ادامه ولري.
احمد فرید راید دکرنې وزارت سرپرست او نوماند وزیر ته ددې پروژې په هکله وویل، چې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت پروژه په بېلابېلو برخو له ډلې، د کچالو او پیازو زېرمتونونه جوړول، ممیزخونې جوړول، د بېلابېلو مېوو بڼونه جوړول، د څاڅکي اوبوخور دودول او دغه راز هغو سوداګر او پانګوالو سره، چې د کرنې په برخه کې کار کوي مالي او تخنیکي مرستې وړاندې کولو په برخه کې فعالیت لري.
په همدې حال کې د کرنې وزارت چارسمبال د بڼوالۍ د پراختیا او د مېوې د تولیداتو دزیاتوالي په برخه کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت پروژه مهمه پروژه وبلل او وویل، باید هلې ځلې ووشي، چې د اسیایي پراختیايي بانک په همکارۍ اړتیا ته په کتو باید یاده پروژه په ټولو ولایتونو کې پلي شي. د بنوالۍ ځنځیري ارزښت پروژه د اسیایي پراختیا یي بانک له خوا تمولیږي.

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت