د کرنې وزارت د ۱۴۰۳ مالي کال د بودیجې د تشریح دویمه غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۱:۴۵
232344

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۴۰۳ کال د بودجې د تشریح دویمه غونډه د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند "حاجي سالم" په مشرۍ د دغه وزارت د بېلابېلو ادارو د رییسانو په حضور کې دائره شوه.
دغه غونډه، چې د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیالۍ په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د کرنې وزارت د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو او د سکتوري پروژو د پلي کولو په موخه د کرنې وزارت لپاره د ځانګړې شوې بودیجې د کارولو د څرنګوالي په اړه بحث او نظرونه تبادله شول.
په دې غونډه کې مالي او اداري مرستیال ملااغاجان آخند "حاجي سالم" د ټولو ادارو مسوولینو ته د تطبیقي پلانونو د شریکولو، انډولیز پراختیا په نظر کې نیولو سره د بودیجې د وېش، په محرومو سیمو کې د پروژو پلي کولو، د عایداتي پروژو پلي کول، چې په کم لګښت ډېر عواید راټول شي، د ریاستونو لخوا د تدارکاتو پلان چمتو کول او د بودیجې په مصرف کې د سپما په هکله ځانګړې دندې وسپارل شوې.
دغه غونډه دتېرې غونډې په دوام د کرنې او مالدارۍ سکتور د بودجوي چارو د همغږۍ او د کرنې وزارت د روان کال د بودجې د تشریح په موخه جوړه شوې وه.

دومین جلسه تشریح بودجه سال ۱۴۰۳ وزارت زراعت دایر شد 
 دومین تشریح بودجه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برای سال ۱۴۰۳ تحت رهبری ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت با حضور روئسای بخش‌های مختلف این وزارت دایر شد.
این جلسه که در تالار معینیت مالی و اداری وزارت زراعت برگزار شده بود در آن پیرامون چگونگی به مصرف رسانیده بودجه منظور شده برای وزارت زراعت در راستای رسیدن به  اهداف تعین شده و تطبیق پروژهای سکتوری وزارت زراعت بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
در این جلسه از سوی ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری به  مسوولان تمام ریاست‌ها وظایف مشخص در جهت شریک سازی طرح‌های تطبیقی، تقسیم بودیجه با در نظر گیری انکشاف متوازن، تطبیق پروژها در ساحات محروم واقع شده، تطبیق پروژهای عوایدی که با مصرف که عاید بیشتر جمع آوری گردد، تهیه پلان تدارکاتی از سوی ریاست‌ها و صرفه جوی در مصرف بودجه سپرده شد.
این جلسه به ادامه  جلسه قبلی به منظور انسجام امور بودجوی سکتور زراعت و مالداری و تشریح بودجه سال جاری وزارت زراعت برگزار شده بود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۲۲
Background image

په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد په کچه د شولو د کرکیلې سیمه او د وريجو تولید زیات شوی

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو ریاست د راپور له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې د هېواد په کچه د شولو د کرکېلې سیمه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۲۱
Background image

بولدک فرضي کرښې له لاري پاکستان ته د زرګونه پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

دهلمند موسی کلا کې سلګونه کاریګرو او بزګرانو ته نغدې مرسته ووېشل شوه

۱ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د موسی کلا ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت تر چتر لاندې، دبشري مرستو مؤسسې له لوري. . .

بازگشت