د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هالند کمېټې چارواکو سره ددې کمېټې د فعالیتونو د سیمې پر پراختیا خبرې وکړې

content_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۱ - ۱۵:۱۲
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هالند کمېټې چارواکو سره ددې کمېټې د فعالیتونو د سیمې پر پراختیا خبرې وکړې

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۰
د هالند کمېټې (DCA) چارواکو په ټول افغانستان کې د (کلپ-کوچي) پروژې د فعالیتونو د سیمې د پراختیا په پار د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال سره د یوې کتنې په ترڅ خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د هالند کمېټې چارواکو د (کلپ-کوچي) پروژې په اډانه کې ددې کمېټې د فعالیتونو په هکله د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ته مفصل مالومات وړاندې کړل. هغوی دغه راز وویل، چې یاده کمېټه دمګړۍ په ۱۰ ولایتونو کې فعالیت لري، خو ددې له پاره، چې کوچیان د هېواد په بېلابېلو برخو کې ژوند کوي، دوی غواړي، چې د خپل فعالیت سیمه پراخه کړي.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري، ددې کمېټې د فعالیتونو د مؤثر پلي کېدو په پار پر لا همغږۍ د ټینګار ترڅنګ وویل، د کرنې وزارت چمتوده، چې د اړتیا په صورت کې له دې کمېټې سره همکاري وکړي.
د (کلپ-کوچي) پروژه د هالند کمېټې له خوا په لاره اچول شوې ده او د وټرنرۍ چوپړتیاوو، د مالدارۍ پراختیا، د فیډر بانکونو جوړول، حیواني حفظ الصحې، د مالدارۍ ځنځیري ارزښت او د انسانانو او څارویو ترمنځ د ګډو ناروغیو د کنټرول په پار فعالیت کوي، چې په ۱۰ ولایتونو کې یې ۵۰ زره مالدار کوچیان تر پوښښ لاندې راوستي دي. دا پروژه په ۲۰۱۴ ام کال کې پیل او د ۲۰۲۲ ام کال تر پایه ادامه لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۳:۴۶
Background image

د هلمند مرکز کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسلکي کارکوونکو له خوا، ددې لپاره چې په دې ولایت کې د بې کیفیته درملو مخنیوی ترسره شي، د یاد. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۲:۵۱
Background image

خوست کې د لومړي ځل لپاره د شين چای د کرکیلې په پار هڅې

۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت د څېړنیو لوی مدیریت د شین چای په روزنه، تکثیر، ګټه اخیستنه او پروسیس پیل کړی.. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۰:۲۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال د قزاقستان له پلاوي سره په کابل کې وکتل  

۸ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال او کفیل، مولوي صدراعظم عثماني، په کابل کې د قزاقستان پلاوي سره د یوې ناستې په ترڅ کې. . .

بازگشت