د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د «امید بهار» شرکت څخه لیدنه وکړه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۱۰
د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د «امید بهار» شرکت څخه لیدنه وکړه


۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور د دغه وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا رییس قاري حزب‌الله امیني او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.ایف.پي» د مسؤلینو په حضور کې، د «امید بهار» شرکت څخه لیدنه وکړه. دغه لیدنه خوراکي پروګرامونو کې د کورنیو تولیداتو د استفادې د لارو چارو د ارزونې په موخه ترسره شوه. 
په دې لیدنه کې د کرنې وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د «امید بهار» شرکت له هڅو مننه وکړه او د هېواد د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا، پراختیا او اغېزمنې استفادې په موخه یې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ، او دغه همکارۍ یې د افغانستان د کرنیز سکتور د ملاتړ په برخه کې یو مهم ګام وباله.
همدارنګه د خوړو نړۍوال پروګرام چارواکو په دې ناسته کې ژمنه وکړه، چې په خوراکي پروګرامونو کې د کورنیو تولیداتو د کارولو، په ځانګړي ډول د ښوونځیو د ماشومانو لپاره د مغذي خوړو د برابرولو په برخه کې به هر اړخیزه همکاري وکړي. هغوی ټینګار وکړ، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره په بشپړه همغږۍ کې به د دغو پروګرامونو د پلي کېدو لپاره له دغه وزارت سره اوږه په اوږه کار وکړي.
له بلې خوا، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس هم ډاډ ورکړ، چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او له خصوصي سکتور او همکارو بنسټونو سره د همکاریو د پراخولو په موخه به له هېڅ ډول همکارۍ څخه درېغ ونه کړي.


بازدید رئیس عمومی پلان وزارت زراعت از شرکت امید بهار
۳۰ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عبدالغفور، رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور قاری حزب‌الله امینی رئیس انکشاف سکتور خصوصی این وزارت  و مسئولان سازمان غذایی جهان، از شرکت امید بهار بازدید کرد. این بازدید به‌منظور بررسی راه‌های استفاده از تولیدات داخلی در برنامه‌های غذایی انجام شد.
در این دیدار، رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه های  وزارت زراعت ضمن قدردانی از تلاش‌های شرکت امید بهار، بر تداوم همکاری‌های دوجانبه در راستای تقویت، توسعه و استفاده مؤثر از تولیدات داخلی کشور تأکید کرد و این همکاری‌ها را گامی مهم در حمایت از سکتور زراعت افغانستان دانست.
همچنین مسئولان سازمان غذایی جهان در این نشست تعهد سپردند که برای استفاده از تولیدات داخلی در برنامه‌های غذایی، به‌ویژه تأمین غذای مغذی برای اطفال مکاتب، همکاری همه‌جانبه داشته باشند. آنان تأکید کردند که در هماهنگی کامل با وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در تطبیق این برنامه‌ها دوشادوش این وزارت کار خواهند کرد.
از سوی دیگر،  رییس عمومی پلان و هماهنگی برنامه های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری نیز اطمینان داد که در راستای حمایت از تولیدات داخلی و گسترش همکاری با سکتور خصوصی و نهادهای همکار، از هیچ‌گونه همکاری دریغ نخواهد کرد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت