د کرنې وزارت د عوایدو د زیاتوالي په پار غونډه دائره شوه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۴:۸
جلسه‌ای به رهبری ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت با حضور مولوی محمود مظلوم رییس اراضی و ملا عبدالظاهر امین رییس عمومی اجاره دهی و سرمایه گذاری به منظور تثبیت آنتن‌های مخابراتی و اجاردهی زمین‌های استرداد شده از غصب جهت افزایش‌دهی عواید وزارت زراعت برگزار شد

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوی محمود مظلوم او د اجارې او پانګونې لوی رییس ملا عبدالظاهر امین په حضور کې د کرنې وزارت د عوایدو زیاتوالي په موخه د مخابراتي انتنونو تثبیت او له غصب څخه د راګرځولو شویو ځمکو د اجاره ورکونې په هکله غونډه دائره شوه.
په دې غونډه کې، چې له غصب څخه د راګرځول شویو ځمکو د اجارې او د مخابراتي انتنونو د تثبیت او د کرایې راټولولو له لارې د کرنې وزارت د عوایدو د انسجام او زیاتوالي په اړه جوړه شوې وه، ګډونوالو د مخابراتي انتنونو دثبیت او د یادو انتنونو د کرایې راټولولو او له غصب څخه د راګرځول شویو ځمکو د اجاره ورکونې پر څرنګوالي د نظرونه تبادله او لازمې پرېکړې کړې.
دغه راز په دې غونډه کې د کرنې وزارت او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د لاسلیک شوي ماسټر تړون په چوکاټ کې د مخابراتي انتنونو دسیمو تثبیت او له غصب څخه د راګرځول شویو ځمکو د اجاره ورکونې د کړن لارې ترتیب او په ډیټابیس کې د دغو ځمکو د ثبت په هکله هم خبرې اترې وشوې. 
د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې د امارت ټولې ادارې مکلفې دي، چې د چوپړتیاوو د وړاندې کولو تر څنګ پر عایداتي پروژو هم کار وکړي، تر څو د هېواد لګښتونه له کورنیو عوایدو برابر شي.

جلسه‌ای به منظور افزایش دهی عواید وزارت زراعت برگزار شد 
۸ اسد۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه‌ای به رهبری ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت با حضور مولوی محمود مظلوم رییس اراضی و ملا عبدالظاهر امین رییس عمومی اجاره دهی و سرمایه گذاری به منظور تثبیت آنتن‌های مخابراتی و اجاردهی زمین‌های استرداد شده از غصب جهت افزایش‌دهی عواید وزارت زراعت برگزار شد.
در این جلسه که  در مورد انسجام و افزایش دهی عواید وزارت زراعت از طریق به اجاره دهی زمین‌های استرداد شده از غصب و تثبیت و جمع آوری کرایه آنتن های مخابراتی برگزار شده بود اشتراک کننده گان پیرامون چگونگی تثبیت آنتن‌های مخابراتی و جمع آوری عواید آن و به اجاره دهی زمین‌های استرداد شده از غصب  بحث و تبادل نظر کردند که در زمینه تضامیم لازم اتخاذ گردید.
همچنان در این جلسه پیرامون تثبیت ساحات آنتن‌های مخابراتی و شامل سازی آن در چوکات ماستر اگریمنت امضا شده میان وزارت زراعت و شرکت‌های مخابراتی و ترتیب طرزالعمل اجاره دهی و ثبت دیتابیس نمودن زمین‌های استرداد شده از غصب نیز بحث صورت گرفت.
مطابق به فرمان رهبری امارت اسلامی افغانستان همه ادارات امارتی موظف هستند که در کنار اراییه خدمات روی پروژه های کار نمایند که عایداتی نیز باشد تا مصارف کشور از عواید داخلی تامین گردد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۵۹
Background image

د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون

۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو د اصلاح شويو جوارو تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیوایف‌پي» په مالي ملاتړ او د افغانستان د نابینایانو مؤسسې«اې‌بي‌ام» په تخنیکي همکارۍ، د لغمان ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۸:۳۴
Background image

د نورستان دکرنې ریاست چارواکي د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې مسؤلینو سره د راتلونکو پروژو په اړه خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» د ختیځ زون مسؤلینو د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست، ډاکټر بختیار سعید سره وکتل او د کرنې او مالدارۍ. . .

بازگشت