د کرنې وزارت د عشر او زکات د عوایدو د محاسبې رییس په لغمان کې د عوایدو د روڼتیا په موخه ناسته وکړه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۰:۲۶
د کرنې وزارت د عشر او زکات د عوایدو د محاسبې رییس په لغمان کې د عوایدو د روڼتیا په موخه ناسته وکړه 

د کرنې وزارت د عشر او زکات د عوایدو د محاسبې رییس مولوي سید مخدوم عبدالهادي هدایت او مل پلاوي یې په لغمان ولایت کې د عشر او زکات د راټولولو کارمندانو سره د عوایدو د روڼتیا او د تېر او سږ کال عوایدو د پرتله کولو په موخه ناسته وکړه.
د کرنې وزارت د عشر او زکات د عوایدو د محاسبې رییس مولوي سید مخدوم عبدالهادي هدایت او ورسره پلاوي، د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات د راټولولو کارمندانو سره ناسته وکړه. د دې ناستې موخه په شفاف ډول د عشر او زکات عوایدو راټولول او د تېر او سږ کال عوایدو پرتله کول وو. د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمد هم په دې ناسته کې حضور درلود او راغلي پلاوي ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ د عوایدو د روڼتیا او ارزونې په برخه کې د هغوی د هڅو ستاینه وکړه.
د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د عشر او زکات د راټولولو کارمندانو ستونزې او غوښتنې له پلاوي سره شریکې کړې او د کارمندانو څخه یې وغوښتل، چې د پلاوي پوښتنو ته کره او پر وخت ځوابونه ورکړي. له دې وروسته، مولوي سید مخدوم عبدالهادي هدایت د خپل سفر موخې بیان کړې او د عشر او زکات د کارمندانو ستونزې، لاسته راوړنې، راتلونکي پلانونه او د تېر کال د عوایدو معلومات ترلاسه کولو په اړه یې خبرې وکړې. هغه د عشر او زکات مدیرانو ته د ستونزو د حل او غوښتنو پر ځای کولو ډاډ هم ورکړ.
د کرنې وزارت د عشر او زکات ریاست هڅه کوي، چې په ولایتونو او ولسوالیو کې د عشر او زکات عوایدو د راټولولو بهیر روڼ کړي او د عوایدو راپورونه په کره ډول ترتیب کړي. د دې بهیر له لارې، د تېر او سږ کال د عوایدو پرتله کول د روڼتیا په راوستلو کې د ادارې د ژمنتیا یوه برخه ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۹:۱
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې لسګونو کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د مومندرې ولسوالی. . .

بازگشت