د کرنې وزارت د رئیسانو د همغږۍ د سمینار دویمه ورځ پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۲:۵
د کرنې وزارت د رئیسانو د همغږۍ د سمینار دویمه ورځ پیل شو

۲  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ د سمینار دویمه ورځ د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په وینا پیل شوه.
په دې ناسته کې مولوي عثماني د مسئولیت پر منلو ټینګار وکړ او ویې ویل: «موږ ټول په دنیا او آخرت کې پوښتل کېږو، که خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړو، د دنیا او آخرت سرلوړي به مو نصیب شي، خو که داسې ونکړو، ناکامي او رسوایي به زموږ برخه وي.»
هغه زیاته کړه، چې هېوادوال د ۴۵ کلونو جګړو او د پردیو یرغلونو له وجې ډېر زیانونه لیدلي دي، او اوس کروندګر، مالداران، یتیمان او کونډې له مسئولینو د خدمت تمه لري. نوموړي له ولایتي رئیسانو وغوښتل، چې له ستړیا پرته کار وکړي او د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره هلې ځلې وکړي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال اقلیمي ننګونو او وچکالۍ ته په اشارې وویل: «په دې حالت کې باید لا ډېر کار وکړو. له بیت‌المال څخه ساتنه وکړئ. سږ کال مو مؤسسو ته سپارښتنه کړې، چې له ۱۰۳ میلیونه ډالرو څخه زیات د کروندګرو او مالدارانو د ستونزو د حل لپاره ولګوي.»
نوموړي همدارنګه له مسئولینو وغوښتل، چې اصلاح شوي تخمونه پر مستحقو کسانو ووېشي تر څو د ځان بسیاینې زمینه برابره شي.
په دوام کې د کرنې وزارت د څېړنو او ساتنې برخې کارپوهانو د اصلاح شويو تخمونو، د خاورې د تشریح، بدیل معیشت او د بوټو ساتنې په اړه معلومات وړاندې کړل، او یاد پروګرام به د ماسپښين تر ناوخته دوام وکړي.

دومین روز سمینار هم‌آهنگی رؤسای وزارت زراعت برگزار شد
۲ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
دومین روز سمینار هم‌آهنگی رؤسای مرکزی و ولایتی وزارت زراعت با سخنرانی مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، آغاز گردید.
در این نشست، مولوی عثمانی با تأکید بر مسئولیت‌پذیری گفت: «همه ما در دنیا و آخرت مورد پرسش قرار می‌گیریم، اگر وظایف خود را درست انجام دهیم، سربلندی دنیا و آخرت نصیب ما می‌شود، در غیر آن، ناکامی و رسوایی در پی خواهد داشت.»
او افزود که مردم کشور در ۴۵ سال جنگ و اشغال بیگانه‌ها آسیب‌های فراوانی دیده‌اند و اکنون دهقانان، مالداران، یتیمان و بیوه‌ها از مسئولان توقع خدمت دارند. وی از رؤسای ولایتی خواست بدون خستگی کار کنند و برای بهبود وضعیت اقتصادی مردم تلاش نمایند.
معین وزارت زراعت با اشاره به چالش‌های اقلیمی و خشک‌سالی گفت: «در این وضعیت، باید بیشتر کار کنیم. از بیت‌المال محافظت کنید. امسال به مؤسسات سفارش کردیم تا بیش از ۱۰۳ میلیون دالر برای رفع مشکلات دهقانان و مالداران مصرف کنند.»
او همچنان از مسئولان خواست تخم‌های اصلاح‌شده را برای افراد مستحق توزیع کنند تا زمینه خودکفایی فراهم گردد.
در ادامه این سمینار، کارشناسان بخش تحقیقات و حفاظت وزارت زراعت درباره تخم اصلاح‌شده، تشریح خاک، معیشت بدیل و حفظ نباتات ارائه معلومات کردند و برنامه تا عصر ادامه خواهد داشت.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

ننګرهار کی زرګونه څارویو ته د چنجیو ضد درملو کمپاین پیل شو

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ او د کرنې نړۍوال سازمان(. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۵۰
Background image

د پکتیکا د اورګون ولسوالی ۱۰۰ بېوزلو کورنیو ته د تخمي چرګانو د خوراکي دانې د وېش لړۍ ترسره شوه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک (AWEC) مؤسسې له لوري د اروپایي ټولنې (EU) په مالي ملاتړ د اورګون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اروزګان ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

١٥ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٢ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدين عمير اروزګان ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د. . .

بازگشت