د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست لخوا اصلاحي او عقیدتي غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۰:۸
د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست لخوا اصلاحي او عقیدتي غونډه دائره شوه

۱۲ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې ددې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست لخوا  د نبوي سنتو مطابق د سیرت او سنت د اصلاح په موخه اصلاحي او عقیدتي غونډه د کرنې وزارت د رهبرۍ، مرکزي رییسانو او کارکوونکو په حضور کې دائره شوه.
دغه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوی باز محمد فیضان، د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم او دکرنې وزارت د مرکزي رییسانو او کارکوونکو په حضور کې دائره شوې وه.
د غونډې په پیل کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د بدني اصلاح، شریعت سره سم د صورت او سیرت تنظیم، د انسان د پیدایښت موخه او د کارکوونکو د مکلفیتونو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلی عمري وویل: «الحمدلله له ډېرو هلو ځلو او قربانیو وروسته د افغانستان ملت یو اسلامي او خپلواک نظام لري، راځئ چې د دې امنیت، ازادۍ، خپلواکۍ او سولې قدرداني وکړو او د الله «ج» شکر ادا او خپلې کړنې او ځانونه د الله«ج» ارشاداتو سره سم برابر کړو. اسلام هغه دین دی، چې د ژوند ټولې چارې په کې تعریف شوي او خلکو ته یې لارښونه کړې، باید ترې ګټه واخلو او د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ فرمانونه پلي کړو. قرآن کریم قرائت کړو او پرې ځانونه پوه او په آیتونو یې عمل وکړو او خلک ورته دعوت کړو، خپل ظاهر، باطن او کورنۍ مو اسلامي ارشاداتو سره سم تنظیم کړو.»
ورپسې د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان خبرې وکړې او د انسان د پیدایښت په هدف، د پیغمبرانو د رالیږلو او د اسماني کتابونو د نزول او د انسانانو د مکلفیتونو په اړه یې خبرې وکړې او له حاضرو کسانو یې وغوښتل، چې خپل ژوند له اسلام سره برابر کړي. ښاغلی فیضان دغه راز د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کارونو ستاینه وکړه، چې د دغه ادارې د کارکوونکو د سیرت او صورت منظمولو کې یې په پرلپسې توګه بریالۍ هڅې کړي دي.
ورپسې د کرنې وزارت د ځمکو چارو رییس مولوي محمود مظلوم نړۍ د امتحان ځای وباله او د کرنې سکتور له کارکوونکو څخه یې وغوښتل، چې په دې ازموینه کې د بریالیتوب لپاره په اسلامي او نیکو کارونو لاس پورې کړي.
په ورته وخت کې د کرنې وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوي مفتاح الدین متقي د دې ریاست د فعالیتونو او د کارکوونکو د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: «د کرنې وزارت کارکوونکي جماعت او دیني درسونو کې د ګډون او دغه راز د شریعت مطابق جامې اغوستلو کې بریالي دي، له تاسو غواړم، چې تر دې لاډېرې هلې ځلې وکړئ، ترڅو خپلې چارې شریعت سره برابر کړئ.» 
ښاغلی متقي زیاته کړه: «په اسلامي نظام کې هیڅوک حق نه لري چې د الله (ج) له حکمونو او د امیرالمؤمنین حفظ الله له فرمانونو څخه سرغړونه وکړي، خپل سیرت، صورت او کړنې د اسلام د مبارک دین سره سم برابر کړئ، ترڅو په دنیا او آخرت کې کامیاب اوسئ.»

نشست اصلاحی و عقیدتی از سوی ریاست دعوت و ارشاد وزارت زراعت دایر شد
۱۲ حوت ۱۴۰۲ ه‍.ش
نشست اصلاح و عقیدتی در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از سوی ریاست دعوت و ارشاد این وزارت به منظور اصلاح سیرت و سنت مطابق به سنت نبوی با حضور رهبری، روئسا و کارمندان وزارت زراعت در مرکز دایر شد.
این نشست با حضور مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی باز محمد فیضان معین آبیاری  و منابع طبیعی، مولوی محمود مظلوم رئیس  اراضی، روساء و کارمندان مرکزی وزارت زراعت دایر گردید.
 در آغاز این مجلس مولوی عطاء الله‌ عمری  وزیر زراعت پیرامون اصلاح بدنی، تنظیم صورت و سیرت مطابق شریعت، هدف خلقت انسان و مکلفیت‌های کارمندان صحبت نمود.
آقای عمری گفت:" الحمدلله پس از تلاش‌ها و قربان‌های زیادی ملت افغانستان صاحب نظام اسلامی و مستقل شد، قدر این امنیت، آزادی، استقلال و آرامش را بدانیم و شکر گذار الله"ج" باشیم، اعمال و جان خود را مطابق ارشادات الله"ج" عیار کنیم، اسلام دینی است که همه مسایل زندگی در آن تعریف و به مردم رهنمایی شده‌است، باید از آن استفاده کنیم و احکام رهبری امارت اسلامی افغانستان را بجا آوریم، قرآن کریم را بخوانیم، بفهمیم، به آیت‌های آن عمل کنیم و مردم را به آن دعوت کنیم، ظاهر و باطن خود و فامیل خود را مطابق اسلام جور کنیم".
بعد از آن مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت به ایراد سخن پرداخته و در مورد هدف خلقت انسان، مبعوث شدن پیامبران و نازل شدن کتاب‌های آسمانی، مکلفیت‌های دنیای بشر صحبت نمود و از حاضران خواست که زندگی خود  را برابر به اسلام سازند. 
آقای فیضان همچنین از کارهای ریاست دعوت و ارشاد وزارت زراعت تقدیر نمود که در راستای منظم سازی سیرت و صورت کارمندان این اداره تلاش موفقانه نموده‌اند.
سپس مولوی محمود مظلوم رئیس  ریاست اراضی وزارت زراعت دنیا را محل امتحان عنوان نموده و از کارمندان سکتور زراعت خواست که با اعمال اسلامی و نیک کوشش کنند تا در این امتحان کامیاب شوند.
در همین حال مولوی مفتاح‌الدین متقی رئیس دعوت و ارشاد وزارت زراعت  در مورد فعالیت‌های این ریاست و مسوولیت‌های کارمندان صحبت کرده گفت «کارمندان وزارت زراعت در حاضر شدن به جماعت، درس‌های دینی و پوشیدن لباس موفق بوده اند، از شما میخواهم که از این بیشتر کوشش نمایید تا اعمال خود را مطابق شریعت برابر کنید».
آقای متقی افزود «هیچ کس حق ندارد که در نظام اسلامی از اوامر  الله"ج" و  اوامر عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله  نافرمانی کند، سیرت، صورت، اعمال خود  را مطابق دین مبارک اسلامی منظم سازید تا کامیابی دنیا و آخرت نصیب شما شود".

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۵
Background image

د ننګرهار درېیو ولسوالیو کې ۲۶۰ بېوزله کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا په موخه خوسۍ ووېشل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او  ډانېډا په ۶.۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د ننګرهار دکرنې رییس؛ تردې وروسته به د کرنې په سکتور کې د اړتیا په اساس پروژې ډیزاین او پلي کېږي

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د کرنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست تخنیکي ټیم د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي ټیم برمل او ګیان ولسوالیو کې د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه او د یادې مؤسسې. . .

بازگشت