د کرنې وزارت او مخابراتي شرکتونو ترمنځ هراړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۴:۱۹
د کرنې وزارت او مخابراتي شرکتونو ترمنځ هراړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو

٢۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د روشن، ام.ټي.ان، اتصالات، افغان بیسیم او د اسیا کمپنۍ ګروپ ترمنځ مخابراتي انتنونو لپاره د ځمکې د ترلاسه کولو په برخه کې هر اړخیز هوکړه لیک (ماسټر اګریمنټ) لاسلیک شو.
ددغه هوکړه لیک د لاسلیک موخه مخابراتي شرکتونو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول، د ځمکې د اجارې او قرارداد د ستونزو حل او د اسلامي امارت د عایداتو زیاتوالی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د یاد هوکړه لیک په لاسلیک غونډه کې وویل: «د کرنې وزارت د پانګوالو په خدمت کې دی، خصوصي سکتور باید له حکومت سره په همغږۍ په یوه داسې پلان کې کار وکړي، چې قانوني او بریالی پاتې شي.»
د کرنې وزارت د اجارې او پانګونې د رییس سلاکار احمد صیاد احمدي وویل: «د اسلامي امارت په ځمکو کې د مخابراتي شرکتونو شاوخوا ۷۷۷ سایټونه شتون لري، چې شاوخوا ۲۲۳ میلیونه افغانۍ یې د اجارې او قرارداد له لارې د دولت عوایدو ته رسېږي.»
دغه هوکړه لیکونه دکرنې وزارت د اجارې او پانګونې لوی رییس ملا عبدالظاهر امین او د روشن، ام.ټي.ان. اتصالات، افغان بیسیم او د اسیا خدماتي او مشوريتي شرکت د استازو له خوا لاسلیک شول.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هڅه کوي، چې خصوصي سکتور ته د اسانتیاوو د برابرولو او د پانګونې په برخه کې د ښه او قانوني چاپېریال د رامنځ ته کولو لپاره زمینه برابره کړي.

قرار داد جامع میان وزارت زراعت و شرکت‌های مخابراتی به امضا رسید
۲۹ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
قرار داد جامع (Master Agreement) میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و شرکت‌های مخابراتی روشن، ام. تی. ان، اتصالات، افغان بیسیم و گروپ کمپنی آسیا پیرامون ایجاد سهولت در دستیابی به زمین آنتن‌های مخابراتی به امضاء رسید.
هدف از امضای این تفاهم‌نامه آوردن تسهیلات برای شرکت‌های مخابراتی، رفع مشکلات قرارداد و اجاردهی زمین و انسجام و بلند بردن عایدات امارت اسلامی می باشد.
مولوی عطاء الله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در محفل امضاء تفاهم‌نامه گفت:" وزارت زراعت در خدمت سرمایه گذاران است، سکتور خصوصی با یک پلان در هماهنگ با دولت کار نمایند تا قانونمند و موفق بمانند."
احمد صیاد احمدی،  مشاور رییس اجاره‌دهی و سرمایه گذاری وزارت زراعت گفت:« نزدیک به ۷۷۷ سایت شرکت‌های مخابراتی در اراضی امارت اسلامی بوده که نزدیک به ۲۲۳ میلیون افغانی عاید از طریق اجاره دهی و قرارداد به  عایدات دولت وارد می‌گردد».
این قرار داد ها  از سوی ملا عبدالظاهر امین رئیس عمومی اجارده دهی و سرمایه گذاری وزارت زراعت و نماینده گان با صلاحیت شرکت‌های مخابراتی؛ روشن، ام تی ان، اتصالات، افغان بیسیم و شرکت خدماتی و مشورتی آسیا به امضا رسید
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور ایجاد سهولت برای سکتور خصوصی و تسهیل ساختن روند سرمایه گذاری تلاش می‌نماید تا زمینه بهتر و قانونمند را ایجاد  نماید.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت