د کرنې وزارت او د اکشن اېډ نړۍوالې مؤسسې چارواکو ترمنځ د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۱:۴۸
د کرنې وزارت او د اکشن اېډ نړۍوالې مؤسسې چارواکو ترمنځ د همغږۍ غونډه دائره شوه

۲۲ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د اکشن اېډ نړۍوالې مؤسسې چارواکو ترمنځ د همغږۍ غونډه، دکرنې وزارت د پلان او د برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور، د پلان لوی ریاست د رییسانو او متخصصینو او دغه راز د اکشن اېډ مؤسسې رییس او د یادې مؤسسې د پروژو مسلکي مسوول په حضور کې دائره شوه.
دغه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې د پروژو د تطبیق په برخه کې د کرنې وزارت او د اکشن اېډ مؤسسې ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې د کرنې وزارت د پلان او د برنامو د همغږۍ رییس مولوي عبدالغفور په دوو کلونو کې د اکشن اېډ نړۍوالې مؤسسې له خوا د پروژو د تطبیق له امله مننه وکړه او د دې ادارې له مسوولینو سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
په همدې حال کې دکرنې وزارت د پلان او د برنامو د همغږۍ لوی رییس د اوبولګولو، مالدارۍ او کرنې په برخه کې د بنسټیزو پراختیايي پروژو پر تطبیق او له خصوصي سکتور سره پر همکارۍ ټینګار وکړ او د اکشن اېډ نړۍوالې مؤسسې چارواکو څخه یې وغوښتل، چې یادو برخو ته لا زیاتې پاملرنې وکړې.
په ورته وخت کې د اکشن اېډ نړۍوالې مؤسسې مشر د هوکړه لیک د لاسلیک په برخه کې د کرنې وزارت د مسوولینو له همکارۍ مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د کرنې وزارت له لوري د ټاکل شویو پلانونو او لومړیتوبونو سره سم به په درېیو کلونو کې په جوزجان او بامیان ولایتونو کې بنسټیزې پروژې پلي کړي، چې په کې یوشمېر پروژې او فعالیتونه شامل دي لکه؛ د پیسو په بدل کې کار، د اوبولګولو د کانالونو، چکډمونو او کوچنیو بندونو جوړول،د غنمو د تخمونو وېش، د څارویو د خوراکي توکو وېش، د شنو خونو جوړول، د لبنیاتو د پروسس او د غلو دانو زېرمه تونونه شامل دي.
دغه راز د اکشن اېډ نړۍوالې مؤسسې چارواکو ژمنه وکړه، چې په اوو ولایتونو بلخ، سمنګان، ننګرهار، جوزجان، باميان، هرات او غور کې به نورې پروژې هم پلې کړي. په دغو پروژو کې د غنمو وېش، د اوبولګولو د کانالونو، چکډمونو او کوچنیو بندونو او نورو زېربناوو په برخو کې د یادو شویو ولایتونو د اړتیاوو سره سم ۸۸ بېلابېلې پروژې پلې شي.
يادې پروژې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي مرسته او د کرنې وزارت په همکارۍ د اکشن اېډ نړۍوالې مؤسسې له خوا پلي کېږي.

جلسه هماهنگی میان مسوولان وزارت زراعت و موسسه بین المللی اکشن اید دایر شد 
۲۲ حوت ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسه هماهنگی میان مسوولان  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و موسسه بین المللی اکشن اید با حضور مولوی عبدالغفور رییس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌ها، روئسا و متخصصین ریاست عمومی پلان، رئیس موسسه اکشن اید و مسوول مسلکی پروژه‌های موسسه متذکره دایر گردید.
این جلسه به منظور تقویت هماهنگی میان وزارت زارعت و موسسه اکشن اید  در تطبیق پروژها در سکتور زراعت، آبیاری و مالداری در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شده بود.
در این جلسه در نخست مولوی عبدالغفور رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه های وزارت زراعت از تطبیق پروژه‌ها از سوی  موسسه اکشن اید در طی دوسال ابراز قدر دانی کرده و وعده هر نوع همکاری را به مسوولان موسسه یاد شده سپرد.
در عین حال رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه بر تطبیق پروژه‌های انکشافی بنیادی در بخش‌های آبیاری، مالداری،  زراعت و همکاری با سکتوری خصوصی تاکید کرده و خواستار توجه بیشتر مسوولان موسسه اکشن اید در آن بخش شد.
در همین حال  رییس موسسه بین المللی اکشنید از  همکاری مسوولین وزارت زراعت در قسمت امضای تفاهمنامه ها سپاس گزاری کرده  و تعهد  تطبیق پروژه‌های بنیادی را مطابق به برنامه‌ها و اولویت‌های تعین شده از سوی  وزارت زراعت طی سه سال روان در ولایات جوزجان و بامیان که شامل چندین  پروژه و فعالیت‌های چون؛ کار در مقابل پول، اعمار چکدم‌های آبیاری، کانال‌ها، بند‌های کوچک، توزیع تخم بذری گندم، توزیع علوفه حیوانی، ساخت سبز خانه ها، پروسس لبنیات و ذخیره خانه های غلات می شود را به مسوولان وزارت زراعت سپردند.
همچنان مسوولان موسسه اکشن اید وعده تطبیق پروژه‌های دیگر را  در هفت ولایت که شامل بلخ، سمنگان، ننگرهار، جوزجان، بامیان، هرات و غور می‌باشد را نیز سپردند.
 این پروژها در بخش‌های توزیع تخم بذری گندم و ۸۸ پروژه‌های مختلف در بخش چکدم‌ها، کانال‌های آبیاری، بند‌های کوچک و سایر  زیر ساخت ها نظر به نیاز مندی ولایات متذکره تطبیق خواهد شد.
پروژه‌های یاد شده از سوی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد حمایت مالی گردیده و توسط موسسه اکشن اید به همکاری وزارت زراعت  تطبیق می شود .

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۵
Background image

د ننګرهار درېیو ولسوالیو کې ۲۶۰ بېوزله کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا په موخه خوسۍ ووېشل شوې

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او  ډانېډا په ۶.۵ میلیونه افغانیو مالي لګښت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د ننګرهار دکرنې رییس؛ تردې وروسته به د کرنې په سکتور کې د اړتیا په اساس پروژې ډیزاین او پلي کېږي

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح او ورسره مل پلاوي د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن سره د کرنې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست تخنیکي ټیم د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه

۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تخنیکي ټیم برمل او ګیان ولسوالیو کې د هلتو مؤسسې له فعالیتونو څخه څارنه وکړه او د یادې مؤسسې. . .

بازگشت