د کرنې وزارت اداري رئیس او ورسره مل پلاوي لغمان ولایت ته د مازادو جایدادونو د ارزونې په پارسفر وکړ
۲۵ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه.ق
د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ وزارت اداري رییس قاري محمداکبر امیني په داسې حال کې، چې محمدهاشم دنظارت او ارزیابي مسؤل، وحیدالله د کرنیزې زېربناو ریاست کارمند او محي الدین د تاسیساتو او اماکن امریت کارمند یې ملتیا کوله لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کرنې رییس الحاج مولوي عبدالستارمحمد او ددې ریاست اداري کارکوونکو سره ناسته وکړه.
دکرنې وزارت اداري رییس وویل، چې دغه ولایت ته یې د سفر موخه د مازاد جایدادونو ارزونه ده ترڅو یاد جایدادونه په راتلونکي کې په اجاره ورکړي.
دکرنې رییس یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له دوی څخه مننه وکړه، چې دغه ولایت ته یې د مازاد جایدادونو د ارزونې په پار سفر کړی راغلي پلاوي ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ او مالي او اداري مدیریت ته یې دنده وسپارله څو له راغلي پلاوي سره دکرنې ریاست اړوند مازاد جایدادونو په بررسي کې همکاري وکړي.