د کرنې میکانیزه کولو په پار هڅې؛ لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو کرنیز وسایل ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۱۰:۴۱
د کرنې میکانیزه کولو په پار هڅې؛ لغمان کې پر یوشمېر بزګرانو کرنیز وسایل ووېشل شول

۶ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخینکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام اړوند د علیشنګ کلي د وحدت کرنیزې ټولنې کروندګرو ته د کرنې د میکانیزه کولو په پار دکرنیزو سامان آلاتو او وسایلو وېش لړۍ پیل کړی دی.
 دغه مرسته د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، دکرنیزوچارو آمر انجینر بریالي همدرد، دعشر او زکات د راټولولو امر قاري ذبیح الله هشام، دطبیعي زېرمو امر انجینراصحاب الدین حلیمي، د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې او د خوړو نړیوال پروګرام مسؤلینو په حضور کې یادې ټولنې غړو ته وسپارل شول.
د لغمان دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد دمرستې د وېش پر مهال وویل: «د کرنې دمیکانیزه کولو او کروندګرو ته دسهولت دبرابرولو او د دوی د تقوي په موخه د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ دمرکز اړوند علیشنګ کلي ټولنې لپاره یوعراده ټراکټور،دشولو تهریشر،د وریجو دپروسس کولو ماشین، د ټراکټور بلیټ او یو عدد نوپال  ووېشل شو.»
په ورته مهال دلغمان د کرنې رییس د ټولنې غړو ته سپارښتنه وکړه، چې له دغو سامان الاتو څخه په خپلو کروندو کـې سالمه ګټه  پورته او دخرابیدو څخه یې مخنیوی اود خپل مال په توګه ترې ساتنه وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت