د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د خصوصي سکتور لپاره د پانګونې د اسانتیا پلان جوړولو غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۰:۳۹
د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د خصوصي سکتور لپاره د پانګونې د اسانتیا پلان جوړولو غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د خصوصي سکتور لپاره د پانګونې د اسانتیا پلان جوړولو غونډه د کرنې سکتور له رئیسانو او سلاکارانو سره ترسره شوه.
په دې غونډه کې، مولوي صدر اعظم عثماني وینا وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د دې ناستې موخه د نظرونو شریکول او د یوه جامع پلان جوړولو په اړه بحث کول دي، ترڅو پانګوال په بېلابېلو برخو لکه د کبانو پالنه، د چرګانو فارمونه، مالدارۍ، کرنیزو فارمونو جوړول او د طبیعي سرچینو بیارغونې کې پانګونې ته وهڅول شي.
نوموړي زیاته کړه: موږ باید داسې جامع پلان جوړ کړو چې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره مناسبې زمینې برابرې کړي، څو پانګوال ډاډه پانګونه وکړای شي او د خلکو لپاره له غربت او بې وزلۍ څخه د خلاصون لارې چارې برابرې شي.
د غونډې په دوام، حاضرو رئیسانو او سلاکارانو خپل کاري راپورونه وړاندې کړل او د کرنې او مالدارۍ سکتور کې د پانګونې د اسانتیا پلان جوړولو لپاره یې خپل نظریات شریک کړل.

نشست تهیه پلان سهل‌سازی سرمایه‌گذاری برای سکتور خصوصی در بخش زراعت و مالداری برگزار شد
نشست تهیه پلان سهل‌سازی سرمایه‌گذاری برای سکتور خصوصی در بخش زراعت و مالداری تحت سرپرستی مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و حضور رؤسا و مشاوران سکتور زراعت برگزار گردید.
در این نشست، مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری سخنرانی کرده و تأکید نمود که هدف از برگزاری این جلسه، شریک‌سازی نظریات و بحث پیرامون تهیه پلان جامع جهت تشویق سرمایه‌گذاران برای سرمایه‌گذاری در بخش‌های مختلف زراعت و مالداری می‌باشد. وی افزود: "ضرورت است که پلان جامع ترتیب دهیم تا برای سرمایه‌گذاری در بخش‌های مختلف از جمله ماهی‌پروری، مرغ‌پروری، مالداری، ایجاد فارم‌های زراعتی و احیای منابع طبیعی زمینه‌های مناسب فراهم گردد."
مولوی عثمانی در ادامه اظهار داشت که هدف این پلان، تشویق سرمایه‌گذاران و ایجاد شرایطی است که مردم از فقر و غربت رهایی یابند و سرمایه‌گذاران بتوانند با اطمینان در این بخش‌ها سرمایه‌گذاری کنند.
در ادامه نشست، رؤسا و مشاوران حاضر گزارش فعالیت‌های خود را ارائه داده و نظریات‌شان را برای تهیه پلان سهل‌سازی سرمایه‌گذاری در سکتور زراعت و مالداری شریک ساختند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت