د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانو پالنې شرکتونو له چارواکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۴۴
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانو پالنې شرکتونو له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د چرګانوپالنې د شرکتونو له یو شمېر مسوولینو سره وکتل او د چرګانو د سکتور د ودې په اړه یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د چرګانو پالنې د شرکتونو مسوولینو د چرګانو د فارمونو د جوړولو په ځانګړې ډول د یوه ورځنیو چرګوړو د تولید په موخه له کرنې وزارت څخه د لازمې ځمکې غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د هېواد د چرګانوپالنې د سکتور د ودې او پراختیا په برخه کې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: «د چرګانوپالنې سکتور یو لوی سکتور دی، چې خورا ښه وده کړې او د کرنې وزارت تل د دې سکتور همکار دی او موږ د چرګانوپالنې له سکتور سره د خپلو پخوانیو همکاریو په دوام همکارۍ ته دوام ورکوو او دوی ته لازمې اسانتیاوې برابروو.»

دیدار معین زراعت مالداری با مسوولان شرکت های مرغ پروری 
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با شماری از مسوولان شرکت‌های مرغ پروری دیدار و پیرامون رشد سکتور مرغ پروری گفتگو نمود.
در این دیدار  مسوولان شرکت‌های مرغ پروری خواستار زمین‌ لازم به منظور ساختن فارم‌های مرغداری به ویژه تولید چوچه مرغ یک روزه از سوی وزارت زراعت شدند.
در همین حال مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری اطمینان همکاری لازم را جهت رشد و انکشاف سکتور مرغ پروری کشور سپرده " سکتور مرغداری یک بخش بزرگی است که رشد بسیار خوبی داشته و وزارت زراعت همیشه همکار این سکتور می باشد و ما به  ادامه همکاری های قبلی  با سکتور مرغداری ما زمینه های لازم را برایشان فراهم می‌نماییم.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت