د کرنې او مالدارۍ مرستیال د پاملرنې مؤسسې له رییس سره وکتل

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۷:۲۴
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د پاملرنې مؤسسې له رییس سره وکتل


١۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
١۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال  مولوي صدراعظم عثماني نن د خپل کار په دفتر کې په افغانستان کې د پاملرنې مؤسسې له رییس داوود محمد او ورسره مل ټیم سره وکتل او خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د پاملرنې مؤسسې چارواکو په هرات او پکتیا ولایتونو کې د خپلو تطبیق شویو فعالیتونو راپور د کرنې وزارت دکرنې او مالدارې مرستیال سره شریک کړل.
د پاملرنې مؤسسې چارواکو، د اصلاح شويو کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو، د سبوتخمونو او کرنیزو توکو د وېش د بزګرانو او مالدارانو د پوهاوي لوړولو، د خوراکي توکو د پروسس توکو وېش، د اوبولګولو د کانالونو جوړول، د کورنیو باغچو د جوړول، د کروندې ښوونځې جوړول، لمریزې وچوونکو وېشل، محافظوي دېوال جوړول، د څارویو او د څاریو د خوراکي توکو وېش یادونه وکړه، چې د پکتيا او هرات په ولايتونو کې زرګونه نارينه او ښځينه له دغو فعاليتونو څخه برخمن شوي دي.

معین زراعت و مالداری با رئیس موسسه پاملرنه دیدار کرد
۱۵ اسد ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امروز در دفتر کارش با داوود محمد رئیس موسسه پاملرنه در افغانستان و تیم همراش دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار مسوولان موسسه پاملرنه گزارش فعالیت‌های در حال تطبیق و عملی شده شان، در ولایت‌های هرات و پکتیا را با معین زراعت و مالدرای شریک ساختند. 
مسوولان موسسه پاملرنه از فعالیت های مسوسسه متذکره در بخش های توزیع تخم اصلاح شده بذری و کودکیمیاوی، تخم سبزیجات  و وسایل کشت، آگاهی‌دهی برای دهقانان و مالداران، توزیع وسایل پروسس مواد غذایی، اعمار کانال‌های آبیاری، تاسیس باغچه‌های خانگی، تاسیس مکتب مزرعه، توزیع خشک کننده‌های آفتابی، اعمار دیوار محافظتی، توزیع مواشی و مواد خوراکه حیوانات  یاد کردند  که  از طریق این فعالیت ها هزاران تن از زنان و مردان در ولایت‌های پکتیا و هرات از آن مستفید شده‌اند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت