د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام له مرستیالې سره وکتل

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۲:۳
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام له مرستیالې سره وکتل


۲۷ مرغومې ۱۴۰۳ھ.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني؛ د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام (یو،ان،ډي،پي) له مرستیالې مېرمن «ډېول» سره وکتل او خبرې اترې وکړې.
مولوي صدر اعظم عثماني په دې کتنه کې وویل: «د کرنې وزارت لومړیتوب د پرمختیایي پروژو پلي کول دي، چې په خلکو او بزګرانو مثبت او اغېزمن تاثیر ولري.» هغه زیاته کړه: «موږ یو پنځه کلن ستراتیژیک پلان چمتو کړی دی، چې د پرمختیایي پروګرامونو په پلي کولو کې له موږ سره مرسته کوي، او د پلي کولو په پار یې د کوکنارو د کښت بدیل لپاره مو بودیجه هم ورته ځانګړې کړې ده.»
مېرمن ډېول په دې ناسته کې وویل: «د همغږۍ رامنځته کول او داسې ستراتیژیک پلانونه لرل موږ سره مرسته کوي ترڅو بېلابېل پرمختیایي پروګرامونه په اغېزمنه توګه پلي کړو.»
په دې کتنه کې همدارنګه د کرنې وزارت لومړیتوبونو، د پرمختیایي پروژو پلي کولو، د کوکنارو د کښت بدیل وړاندې کولو او دودولو، د پکتيکا په ولایت کې د یوې همکارې موسسې لخوا د یوې پروژې پلي کولو او د کرنې وزارت او نړۍوالو موسسو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت خبرې اترې او نظرونه تبادله شول.

معین زراعت و مالداری با معاون برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد
۲۷ جدی ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با خانم «دیول»، معاون برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP) دیدار و گفتگو کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار اظهار داشت: «اولویت وزارت زراعت تطبیق پروژه‌های انکشافی است که تأثیر مثبت و مثمری بر مردم و دهاقین داشته باشد.» وی افزود: «ما یک پلان استراتیژیک پنج‌ساله تهیه کرده‌ایم که در تطبیق برنامه‌های انکشافی ما را یاری می‌دهد و برای تطبیق آن بودجه‌ای نیز به منظور ارائه بدیل کشت کوکنار اختصاص داده‌ایم»
خانم دیول در این دیدار گفت: «ایجاد هماهنگی و داشتن راهکارهایی مانند پلان استراتیژیک به ما کمک می‌کند تا برنامه‌های مختلف انکشافی را به شکل مؤثر تطبیق نماییم».
در این ملاقات همچنین پیرامون اولویت‌های وزارت زراعت، تطبیق پروژه‌های انکشافی، ارائه بدیل کشت کوکنار و ترویج آن، تطبیق یک پروژه در ولایت پکتیکا توسط موسسه همکار و اهمیت هماهنگی میان وزارت زراعت و موسسات بین‌المللی بحث و تبادل نظر شد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

د کرنې وزارت د مرکزي ریاستونو رییسانو لپاره د مدیریتي او رهبرۍ پنځه ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرکزي ریاستونو له ۵۰ څخه د زیاتو رییسانو په ګډون د مدیریتي او رهبرۍ مهارتونو پنځه ورځنی ورکشاپ، له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

میدان وردګو کې ۱۵۵ زره څارویو ته د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۲۹
Background image

پکتیا: مالدارانو ته د حیواني خوراکي (سایلیج) جوړونې عملي روزنې پيل شوې

۱۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر په مالي ملاتړ او د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري د زرمت ولسوالی په. . .

بازگشت