د کرنې او مالدارۍ مرستیال د درېیو پروژو له چارواکو سره وکتل

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۸:۵۳
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د درېیو پروژو له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د اړیکو دفتر، د کډوالۍ دپوهې کمیټې او د آسیایي تولیداتو ادارې  له چارواکو سره په تنه کې د یاد ادارو د پروژو د پلي کولو په هکله خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني وویل: «افغانستان ته په شلو کلونو کې ډېرې پروژې راغلې، خو سمې نه دي پلې شوې، موږ له تاسو سره همکاري کوو، خو روڼتیا او مؤثریت غواړو او څارنه یې کوو.»
دغه درې پروژې له یوبل سره په ګډه همکارۍ په ننګرهار، نورستان، غور او بادغیس ولایتونو کې د (د سولې او سوکالۍ لپاره د افغانستان مرستې) تر نامه لاندې پروژه پلې کوي، چې د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره یې طرحه شریکه کړه.
همدا راز په دې غونډه کې د دې پروژې د موخو، معیارونو، فرصتونو، ګټورتوب او له تطبیق وروسته د موثریت په اړه هم خبرې اترې وشوې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د کورنیو او نړیوالو همکارو بنسټونو په همکارۍ لنډ مهاله او اوږدمهاله پروژې پلي کړي.


معین زراعت و مالداری با مسوولان سه پروژه دیدار کرد

مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با مسوولان پروژه   دفتر ارتباط، کمیته پناهنده‌گان دانش و سازمان بهره وری آسیایی دیدار و روی تطبیق پروژه‌ها و گفتگو کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در این دیدار گفت:« در مدت بیست سال پروژه‌های زیادی به افغانستان آمد اما درست تطبیق نشد ما با شما همکار هستم اما شفافیت و موثریت را می‌خواهیم و از آن نظارت می‌کنیم.»
این سه پروژه در همکاری یکدیگر پروژه را زیر نام (Afghan Aid for peace and prosperity) در ولایت های ننگرهار، نورستان، غور و بادغیس تطبیق می‌کنند، که طرح آن را با معین زراعت و مالداری شریک ساختند.
هم‌چنان در این جلسه روی اهداف، معیارها، فرصت‌ها، مفیدیت و موثریت این پروژه بعد از تطبیق بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
 وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد به همکاری موسسات همکار داخلی و بین‌المللی پروژه‌های کوتاه مدت و دراز مدت را تطبیق نماید.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت