د کرنې او مالدارۍ مرستیال د البدر تولیدي کمپلکس څخه لیدنه وکړه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۱:۲۲
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د البدر تولیدي کمپلکس څخه لیدنه وکړه

۲۲ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ ذوالقعده ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د البدر تولیدي ټولګه«کمپلکس» څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد کمپلکس له چارواکو سره د تولیداتو، پروسس او د کار موندنې په اړه خبرې وکړې.
د البدر له تولیدي ټولګې څخه د لیدنې پر مهال، مولوی صدراعظم عثماني وویل:« د کرنې وزارت له پانګوالو سره همغږي دی او د هغوی ملاتړ کوي، په هېواد کې تولیدي چارې موږ ځان بسیاینې ته نږدې کوي.»
په ورته وخت کې د البدر د تولیدي ټولګې مشر حاجي باز محمد غیرت وویل: «له ملت او په ځانګړې توګه له سوداګرو سره د دولت همکاري لازمي او اړینه ده، دولت پرته له ملت او ملت پرته له دولت څخه پرمختګ نه شي کولای. زموږ اصلي موخه په هېواد کې د ننه تولیدات او خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.»
د البدر د تولیدي کمپلکس د بنسټ ډبره په ۱۳۹۸یم کال کې د ۱۵۰ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت کېښودل شوه او د دغه کمپلکس ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د البدر تولیدي کمپلکس په هېواد کې یو له سترو تولیدي مرکزونو څخه دی، چې په کې ۱۷ فابریکې او فارمونه پهبېلابېلو سکتورونو کې فعالیت کوي. د وریجو د پروسس فابریکه، د حبوباتو د پروسس فابریکه، کارتن جوړول، غوړي جوړول، د چرګانو فارمونه، د چرګانو د دانې فابریکه، اوړه او د ډبرو سکرو خورا مهم فابریکې او فارمونه دي، چې په دې ټولګه کې موقعیت لري.

معین زراعت و مالداری از کمپلکس تولیدی البدر دیدن نمود
۲۱ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت از کمپلکس تولیدی البدر دیدن نموده با مسوولان این کمپلکس در مورد تولیدات، پروسیس و اشتغال‌زایی گفتگو نمود.
مولوی صدراعظم عثمانی در جریان بازدید از کمپلکس تولیدی البدر گفت:« وزارت زراعت همگام با سرمایه گذاران بوده و از آن‌ها حمایت می‌کند، کارهای تولیدی در سطح کشور ما را به خودکفایی نزدیک می‌سازد».
در همین حال حاجی بازمحمد غیرت رییس کمپلکس تولیدی البدر گفت:« همکاری دولت  با ملت به ویژه تجاران لازم و ملزوم است، دولت بدون ملت و ملت بدون دولت پیشرفت ندارند. هدف اصلی ما تولیدات در داخل کشور و ایجاد فرصت‌های کاری برای مردم است».
تهداب کمپلکس تولیدی البدر در سال ۱۳۹۸ هـجری شمسی، با هزینه ۱۵۰ میلیون دالر امریکایی گذاشته شد که 90 درصد کار این کمپلکس تکمیل شده است.
کمپلکس تولیدی البدر از مراکز بزرگ تولیدی در کشور می‌باشد که در آن ۱۷ فابریکه و فارم در بخش‌های مختلف فعالیت دارد. فابریکه پروسیس برنج، حبوبات، کارتن‌سازی، روغن‌سازی، مرغداری، دانه مرغ، آرد و زغال سنگ‌ از مهمترین فابریکه‌ها و فارم‌هایی اند که در آن جا دارد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت