د کرنې او مالدارۍ مرستیال د «ډبلیو.اچ.اچ»مؤسسې له چارواکو سره وکتل

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۲:۵۲
معین زراعت و مالداری با مسوولان موسسه WHH دیدار کرد


۱۷ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په افغانستان کې د «ډبلیو.اچ.اچ» (ویلتھ هنگر هیلف) یا نړیوالۍ لوږې سره د مبارزې مؤسسې له چاراکو سره په کتنه کې پر یوشمېر موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د (ویلتھ هنگر هیلف) یا د خوړو د خوندیتوب او تغذیې له کړکیچ سره د مبارزې د بیړنیو مرستو پروژه د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خوا تمویلیږي، چې په کابل، بلخ، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې فعالیت کوي.
د دې پروژې موخه د زیان منونکو ټولنو مهمې او سختې اړتیاوې پوره کول او د یخنۍ او بیکارۍ په وخت کې خلکو لپاره د خوړو خوندیتوب چمتو کول دي.
دغه پروژه د کرنې په سکتور کې په ټولیز ډول د ۴ میلیونه ۷۸۲۵۱ زره په لګښت پلي کېږي، چې په زیانمنو بزګرانو د نغدې پیسې، خوراکي او روغتیايي توکو د وېش لپاره ځانګړې شوې ده.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دې پروژې په بنسټیز تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل: «زموږ موخه همکارو بنسټونو لپاره اسانتیا رامنځته کول دي او دغه بنسټ باید د افغانستان خلکو ته ځانګړې شوې بودیجه په شفافه او مؤثره توګه تطبیق کړي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ملي او نړیوالو بنسټونو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو سره هڅه کوي، چې د کرنې وزارت له لومړیتوبونو سره سم داسې پروژې پلي کړي، چې د خلکو په ګټه تمامې شي.

معین زراعت و مالداری با مسوولان موسسه WHH دیدار کرد
۱۷ جدی ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با شماری از مسوولان موسسه WHH  (Welth Hunger Helf)  یا کمک به گرسنگی جهانی در افغانستان دیدار روی تطبیق این پروژه بحث و گفتگو نمود.
پروژه (Welth Hunger Helf) یا مساعدات اضطراری به بحران مصونیت غذایی و تغذیه از سوی وزارت خارجه آلمان تمویل می‌گردد که در ولایات کابل، بلخ، سمنگان و جوزجان فعالیت دارد.
هدف از این پروژه رفع نیازمندی‌های مهم و مهیب جوامع آسیب پذیر و ایجاد مصونیت غذایی برای این افراد در موقع سرما و بیکاری عنوان شده است.
این پروژه به هزینه مجموعی چهار میلیون و  ۶۸ هزار و ۲۵۱ دالر  در سکتور زراعت فعالیت می‌نماید که در بخش توزیع پول نقد، مواد غذایی و بهداشتی برای دقاقین آسیب پذیر اختصاص داده شده است.
معین زراعت و مالداری بر تطبیق پروژه به طور بنیادی تاکید کرده گفت:« هدف ما ایجاد سهولت برای موسسات همکار است و این موسسه بودیجه که به مردم افغانستان اختصاص داده شده است باید به گونه شفاف و موثر تطبیق نمایند.»
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با ایجاد سهولت برای موسسات ملی و بین‌المللی در پی تطبیق پروژه‌های مطابق اولویت‌های وزارت زراعت که مفید برای مردم واقع شود می‌باشد

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیکا کې د لرګیو د قاچاق مخه ونیول شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو له لوري داځل د سروضې ولسوالی اړوند د سلطانو کلي په مسیر کې د لرګیو د غیر قانوني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۱
Background image

د هلمند ګرمسېر کې زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او ناروغیو په اړه روزنه ورکړل شوه

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري د یادې ولسوالی د کرنې انسټیټیوټ زده کړیالانو ته د طبیعي آفتونو او نباتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۸:۵۱
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ چارو د همغږۍ په موخه مارجې ولسوالی ته د هلمند دکرنې رییس سفر

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، د یوه پلاوي په ملتیا مارجې ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ، څو د کرنیزو چارو. . .

بازگشت