د کرنې او مالدارۍ مرستیال د «ټي،‌ام،آی» دفتر چاراکو سره وکتل

user-admin
جمعه ۱۴۰۳/۲/۷ - ۱۴:۱
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د «ټي،‌ام،آی» دفتر چاراکو سره وکتل


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي عثماني د «ټي،‌ام،آی» دفتر له عملیاتي مسوول محمد حامد امیري او دیاد دفتر یو شمېر نورو مسوولینو سره د مالدارۍ د فارمونو د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
د «ټي،‌ام،آی» دفتر په پام کې لري، چې د څارویو کمیت د زیاتوالي لپاره د څارویو فارمونه جوړ کړي او بیا نورو هېوادونو ته د صادراتو لپاره د غوښې تولیدي مسلخونه جوړ کړي.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د دغه دفتر له مسوولینو سره په کتنه کې د مالدارۍ په برخه کې د پانګونې پر جدي اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې له هغو مالدارانو سره، چې د ژمي په موسم کې د سړې هوا او وروستیو وچکالیو له امله خپلې څاروي له لاسه ورکړي دي او ور ته زیانونه اوښتي دي مرستې او همکاري ووشي.
مولوی صدراعظم عثماني زیاته کړه: «تر څو چې په افغانستان کې د مالدارۍ په برخه کې پانګونه ونشي، لوی فارمونه جوړ شوي نه وي او افغانستان په دې برخه کې پر ځان بسیا نه شي، نورو هېوادونو ته د غوښې صادرولو ته اجازه نه ورکوو.»
د څارویو د لویو فارمونو په جوړولو او زیاتو څارویو پاللو سره، کولی شو د غوښې تولید او پروسس ډېر او نورو هېوادونو ته یې صادر کړو، چې ډیرې پانګونې ته اړتیا لري.

ملاقات معین زراعت و مالداری با مسوولان دفتر"تی. ام. آی"
۶ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با محمد حامد امیری مسوول عملیاتی و شماری از مسوولان دیگر دفتر "تی. ام. آی" پیرامون ساخت فارم‌های مالداری گفتگو کرد.
دفتر "تی. ام. آی" در نظر دارد، فارم‌های مالداری را جهت افزایشدهی کمیت مالداری ایجاد نماید و سپس مسلخ‌های را جهت تولید  گوشت جهت صادر نمودن با سایر کشورها بسازد.
معین زراعت و مالداری در دیدار با مسوولان این دفتر، برنیاز مبرم سرمایه گذاری در بخش مالداری تاکید کرده  و خواستار توجه همکاری به مالدارانی که از اثر سردی هوا در فصل زمستان و خشک‌سالی‌های اخیر خسارات برای مواشی شان  وارد شده است شد.
مولوی صدراعظم عثمانی افزود " تا زمانی که در افغانستان در بخش مالداری سرمایه گذاری نشود، فارم‌های بزرگ ایجاد نگردد و افغانستان خودکفایی در این بخش نرسد، صادرات گوشت را به دیگر کشورها اجازه نخواهیم داد".
با ایجاد فارم‌های بزرگ مالداری و پرورش مواشی بیشتر ما می‌توانیم تولید گوشت، پروسیس و صادرات آن به سایر کشور داشته باشیم که نیاز به سرمایه گذاری بیشتر است.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت