د کرنیزو توکو څلورویشتم نندارتون د کابل په بادام‌باغ کې پرانیستل کیږي.

content_admin
د کرنیزو توکو څلورویشتم نندارتون د کابل په بادام‌باغ کې پرانیستل کیږي.

Event dates

Event dates -

د بادام باغ د مني نندارتون لاسته راوړنې:

څه باندې ۵۲.۸ میلیونه افغانۍ پلور، تړونونه او هوکړې

۲۹ تله ۱۳۹۸

دکابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو د مني نندارتون د څه باندې ۵۲.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت په نقدي پلور، تړونونو او د پلور د هوکړه لیکونو په لاسلیک کولو سره پای ته ورسېد.

د کرنیزو محصولاتو څلور ویشتم نندارتون چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوې وه دشنبې په ورځ پای ته ورسېد.

د کرنیزو محصولاتو په دې نندارتون کې هغه کسان چې خپلې توکي نندارې ته اېښي ول د ۱۰ میلیونه او ۲۴۱ زره او ۲۴۱ افغانیو په ارزښت یې توکي وپلورل، د ۳۶ میلیونه او ۳۲۸ زره او ۱۰۰ افغانیو په ارزښت یې تړونونه لاسلیک کړل او د ۸۳۷ زره او ۴۰۰ افغانیو په ارزښت یې د پلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د مني موسم دغه نندارتون د تلې له ۲۴ تر ۲۷ مې نېټې پورې د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوې وه، چې تولیدوونکو په ۲۶۱ غرفو کې خپل محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي و.

د بادام باغ د مني په دې نندارتون کې د پېرېدونکو او پلورونکو ترمنځ د پلور ۴۷ تړونونه او ۱۹ هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.

انځورونه:

https://www.mail.gov.af/ps/media-gallery